آیا داعش په پاکستان کښې د ترهګرو ډلو ځاې نیسي؟
زمونږ د خپرونې مفسر د پاکستان د امنیتي سرچینو له قوله وائي چې د داعش ډلې لخوا د دغه هیواد په سند صوبه کښې د لعل شهباز قلندر په مزار کښې د ترهګرې حملې د مسئولیت له منلو وروسته د پاکستان امنیتي ارګانونو سند صوبې ته د داعش ډلې د رسیدو او شتون په هکله خبرداری ورکړ او تیارسي شول.
د سند صوبې د پولیسو ترهګرۍ ضد اداره په دې هکله وائي: دا وړومبی ځل دی چې داعش په دې صوبه کښې د یوې ځانمرګې حملې پړه منلې ده. دغې ډلګۍ له دې مخکښې په کراچۍ کښې د یو شیعه پولیس افسر فیاض علي شکري د وژلې مسئولیت په غاړه اخیستی و. د هغه په ونا دا حمله په سوریه او عراق کښې د داعش بریدونو ته ډیره ورته وه ځکه چې داعش ډله د مزارونو زیارت او قبرونو ته د خلکو له تګ سره سخته مخالفه ده. د پاکستاني پولیسو دغه افسر همداشان څرګنده کړه چې داعش د نورو ترهګرو ډلګیو له لارې په پاکستان کښې خپله شبکه فعاله کړې ده. د هغه په وینا، داعش په ۲۰۱۴ کال کښې په رسمي ډول په پاکستان کښې خپل شتون اعلان کړ او همهغه وخت یې پاکستان او افغانستان د خراسان ولایت برخې وبللې په داسې حال کښې چې د جندا...، د پاکستان د خلافت غوځنګ او د پاکستان په طالبانو پورې اړوندو ځینو ډلو په ۲۰۱۴ کال کښې له ابوبکر بغدادي سره بیعت کړی و.
د پاکستان امنیتي خبري سرچینې زیاتوي چې لشګر جنګوي د سختو شیعه ضدو عقایدو د لرلو په وجه د داعش ښکار وګرځیدله. د لشګر جنګوي مشر ملک اسحاق چې د څه باندې سلو کسانو په قتل چې زیاتره پکښې شیعه وو، تورن و، تورن شوی چې له پولیسو سره په نښته کښې له وژل کیدو مخکښې له داعش سره په اړیکې ټینګولو کښې بریالی شوی و. له هغه وورسته د لشکر جنګوي ورپۍې مشر آصف چوټو له داعش سره د اړیکې لپاره د ملک اسحاق نیمګړی کار تمام کړ خو آصف چوټو هم له پولیسو سره په نښته کښې هلاک شو. د لشکر جنګوي له مشرانو ملک اسحاق او ورپسې د آصف چوټو وژل کیدل نه یوازې د دغې ډلې لپاره بلکې د داعش د پروګرامونو لپاره یو ستر ګوذار و ځکه چې دغه دواړه ډلې سخت شیعه ضده عقاید لري.
د پاکستاني پولیسو د ترهګرۍ ضده ادارې په وینا، په راتلونکي کښې ممکنه ده د لشکر جنګوي، جندا...، جماعت الاحرار وغیره په شان ترهګرې ډلې په داعش کښې شاملې شي چې دا کار به د پاکستان د امنیتي ارګانونو او سیاستوالانو لپآره یوه ستره لانجه وي.
مونږ په دې هکله د پاکستان د سینیټ د پخواني غړي او پښتونخوا عوامي ملي ګوند د یو مشر رضا محمد رضا نظر وپوښتنه چې دوي په ځواب کښې وویل: د نورو هیوادونو په تیره بیا د عربو هیوادونو، سوریې او عراق هیڅ کوم داعشي په پاکستان کښې نشته بلکې د لشکر جنګوي، لشکر طیبه، طالبان، جندا... او جماعت الاحرار په شان همدا ترهګرې ډلګۍ چې د پاکستان د استخباراتي ادارې پيداروار دي، ورو ورو خپل رنګ او نوم په داعش بدلوي.
د پاکستان د دغه تجربه کار سیاستوال په وینا، تراوسه له دغو اجیر شویو ډلګیو څخه په یولړ نومونو سره استفاده کیدله او له دې وروسته به ترې د داعش په نامه کار اخیستل کیږي چې نړیوال اړخ لري او د پاکستان استخباراتي ارګانونه به هڅه وکړي چې ځان تبرئه کړي او وبه وایي چې د ترهګرو ډلو مونډ وباسي او اوس چې داعش جوړ شوی دی، دا یوه نړیواله ترهګره ډلګۍ ده په داسې حال کښې چې اوس هم دغه ډلګۍ چې ممکنه ده داعش ونومولې شي، د پاکستان د استخباراتي ارګانونو د استفادې وړ وګرځي.
هغه همداشان په دې هکله د ترهګرۍ ضده ادارې د ادعا د ردولو په ترڅ کښې چې د سند صوبې خاوره د داعش لپاره ښه زمینه ده، وویل: سند د اولیاء ا... ټاټوبی دی. دلته د داعش لپآره هیڅ ځاې نشته.
هغه زیاته کړه چې د ترهګرو او داعشیانو ځاله پنجاب صوبه په تیره بیا د پنجاب سویلي سیمې دي او ممکنه ده له هلته نه سند ته منتقلې شي. ښاغلي رضا محمد رضا وویل: که د پاکستان امنیتي ارګانونه په رښتیا په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ جرړه ایستل غواړي نو باید په پنجاب صوبه کښې جدي عملیات وکړي.