د پاکستان چارواکو او ګوندونو د چارسدې پرونۍ چاودنه وغندله
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین، وزیراعظم نواز شریف، د کورنیو چارو وزیر چودری نثار علی خان او د خیبر پښتونخوا صوبې اعلی وزیر پرویز خټک د دغې صوبې په چارسده ښار کښې پرونۍ چاودنه وغندله.
زمونږ خبریال خبر راکړی چې د پاکستان چارواکو همداشان په هیواد کښې د ترهګرو په نابودۍ ټینګار وکړ.
د پیپلز پارټۍ، تحریک انصاف، مجلس وحدت مسلمین، جماعت اسلامی، عوامی تحریک او د سنی اتحاد کونسل په شان د پاکستان سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو هم د چارسدې د پرونۍ چاودنې په غندلو سره د تکفیری ترهګرو خلاف د حکومتونو ځواکونو د پراخو عملیاتو غوښتنه وکړه.
د پاکستان سیاسی او مذهبی ګوندونو او ډلو همداشان ټینګار وکړ ې د چاودنو دوام او د بیګناه خلکو وژل کیدل او همداشان په عملیاتو کښې ځنډ او د ترهګرو ډلو د ځپنې جدی نه اخیستل د نواز شریف حکومت تر پوښتنې لاندې راولی.
د ویلو ده چې د خیبر پښتونخوا صوبې په چارسده ښار کښې پرون د ترهګرې چاودنې له امله اوه تنه وژل شوی او ۳۰ نور زخمی شول چې د ځینو زخمیانو حال هم بد رپورټ شوی دی.