په پاکستان کښې د طالبانو او جند الله اته ترهګر هلاک شول
Feb 22, 2017 09:45 Asia/Kabul
پاکستانی رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې پرون د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې د طالبانو او جند ا... ترهګرو ډلو اته تنه وژل شوی دی.
د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو مشر راو انور بیګا وویل چې یاد ترهګر د دغه ښار په بکرا پیړی سیمه کښې په یولړ عملیات کښې وژل شوی دی.
په دغه نښته کښې د جند ا... او جماعت الاحرار قومندانان ګل زمان او تاج محمد هم وژل شوی دی.
پولیسو همداشان ویلی چې له ترهګرو زیاته اندازه وسله او چاودونکې موادو او بمونه هم نیول شوی دی.