د پیښور وکیلانو نن کاربندیز وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41458-د_پیښور_وکیلانو_نن_کاربندیز_وکړ
په پیښور ښار کښې پاکستانی وکیلانو نن د چارسدې په پرونۍ چاودنې باندې په اعتراض کښې د محکمې په غونډو کښې د ګډون بایکاټ وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2017 12:26 Asia/Kabul
  • د پیښور وکیلانو نن کاربندیز وکړ

په پیښور ښار کښې پاکستانی وکیلانو نن د چارسدې په پرونۍ چاودنې باندې په اعتراض کښې د محکمې په غونډو کښې د ګډون بایکاټ وکړ.

د ایسوشیئیټډ پریس د خبر له مخې د پاکستان د وکلیانو د مرکز یو غړی مُنیب خان وویل چې د ننی اعتراض هدف د محکمو د امنیت تامینولو ته د حکومت هڅونه ده.

جماعت الاحرار چې د پاکستان له طالبانو جلا شوې ډله ده، د خیرپښتونخوا صوبې د چارسدې په تنګی سیمه کښې د پرونۍ بمی چاودنې پړه منلې ده.

په دغه چاودنه کښې اته تنه وژل شوی او کابو دیرش نور زخمی شوی وو.