سرتاج عزیر د ایران له مقاماتو سره کتنې وکړې
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار د ایران له یو شمیر مقاماتو منجمله خارجه او دفاع وزیر سره کتنه او د دوه اړخیز اړیکو او د سیمې دمسایلو د حل په هکله سلا مشورې وکړې.
په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار چې له اسلامی ایران سره د ملګرتیاوو په تیره بیا د دفاعی ملګرتیاووو د پراختیا په هدف یې تهران ته سفر کړی د ایران له یو شمیر مقاماتو منجمله خارجه او دفاع وزیر سره کتنه او د دوه اړخیز اړیکو او د سیمې دمسایلو د حل په هکله سلا مشورې وکړې.
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف له سرتاج عزیز سره په کتنه کې د ایران او پاکستان ښو اقتصادی او سیاسی اړیکو ته اشاره وکړه او وې ویلی : نن د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې په تیره بیا د بریښنا او انرجۍ د انتقال په زمینه ، بانکی چارو،ګمرکی او سرحدی تبادلاتو کې له خاص اهمیت برخمن دی.
د ایران خارجه وزیر عمان او کیوت ته د ایران د ولسمشر وروستی سفر او د سیمې د هیوادونو د نظرونو دنزدې کولو او د سیمې د بحرانونو له حل کولو سره د مرستې لپاره د ایران کوششونو ته په اشارې سره وویل د مینځنی ختیځ هیوادونه د نظر د تبادلې او د تفاهم زیاتولو ته اړتیا لری چې د بدګمانیو او کړکیچونو د ختمولو کتونکی شو.
د پاکستان د خارجه وزارت سلاکار سرتاج عزیز هم په دغه کتنه کې وویل پاکستان د ترهه ګرۍ په خلاف اقدامات پیل کړې او له ترهه ګرو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د سیمه ایزو ملګرتیاوو د پراختیا غوښتونکی دی.
سرتاج عزیز همداراز د سیمې د بدلونونو په تیره بیا د القاعدې او داعش په شان ترهه ګرو ډلو د مقابلې ، د افغانستان د حالاتو او د ایران پاکستان او افغانستان د درې اړخیزو ملګرتیاوو د زیاتیدو په هکله خبرې وکړې.
د پاکستان د خارجه وزیر سلاکار د ایران د دفاع له وزیر سره هم کتنه وکړه . د ایران دفاع وزیر ډګر جنرال حسین دهقان د دواړو هیوادونو اوږدو پولو او تاریخی دینی او کلتوری ګډولو ته په اشارې سره وویل د ایران او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی او له همدې امله ایران له پاکستان سره د پوځی او دفاعی ملګرتیاوو د پراختیا لپاره هیڅ محدودیت نه لری.
سرتاج عزیزهمداراز له ترهه ګرۍ په تیره بیا داعش ډلې سره په مقابله کې د دواړو هیوادونو په ملګرتیا ټینګار وکړ. راپورونه وایی چې سرتاج عزیز به د ایران له مقاماتو سره پر سلا مشورې سربیره د اکو تنظیم د سر مشریزې په هکله چې ټاکل شوې په پاکستان کې په راتلونکې اونۍ کې ترسره کیږی خبرې وکړی.
د پاکستان د دفاع وزارت قایم مقام سید ضمیر الحسن او د اوبو او بریښنا د وزارت قایم مقام هم له سرتاج عزیز سره په دغه سفر کې ملګری دی.
پاکستان د ګوادر بندر د ضرورت د بریښنا د تامین لپاره هم له ایرانه د بریښنا اخستلو ته ګروهنه ښودلې ده.