پاکستان د ترهګرو ډلو جوړونکی او ملاتړی دی
د افغانستان د سیاسی مسائلو کارپوه مدعی شو چې پاکستان د ترهګرۍ مرکز دی او په سیمه کښې فعالې تکفیری ډلې د همدغه هیواد محصول او جوړې کړې دی.
دلجو حسینی تهران راډیو ته په مرکه کښې په سند او پنجاب صوبو کښې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل: پاکستان په سیمه کښې د ترهګرۍ مرکز دی او په رسمی ډول د طالبانو، القاعدې او داعش ملاتړ کوی.
حسینی همداشان وویل: افغانستان په پاکستان کښې د ترهګرۍ د مرکزونو لیسټ څوڅو ځلې پاکستان ته ورکړی دی خو په خواشینۍ سره د اسلام آباد سټراټیجی د افغانستان د ورانولو په بنیاد ولاړه ده او همداشان په دغه هیواد کښې خپلې لاسوهنې ته دوام ورکوی.
دغه افغان کارپوه څرګنده کړه چې د پاکستان حکومت له تکفیری ډلو سره د مقابلې په پلمه هڅه کوی چې افغانستان په خپلې سټراټیجکې اډې بدل کړی.
دلجو حسینی ترهګری د پاکستان او افغانستان ګډه دښمنه وبلله او ویې ویل: اسلام آباد د سیمې د هیوادونو خلاف له هرې وسیلې کار اخلی او تګلاره یې د سیمې په هیوادونو په تیره بیا افغانستان کښې د رعب او ویرې رامینځته کول دی څو خپلو ناروا ګټو ته ورسی.
هغه ټینګار وکړ چې پاکستان به هیڅکله خپلو دې اهدافو ته ونه رسی خو د سیمې هیوادونه باید پوه شی چې ترڅو چې افغانستان امنیت ونه لری، سیمه به یې هم ونه لری او پکار دی په نړیوالې او سیمه ایزې اجماع او د پاکستان په بایکاټولو سره دغه هیواد مجبور کړی شی چې د ترهګرو خلاف خپل کړچار بدل کړی.