د پاکستان پوځ د ترهګرۍ خلاف ردّ الفساد نومی عملیات پیل کړل
Feb 23, 2017 02:44 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ پرون مازیګر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره (له ټولو ترهګرو ډلو سره بې له تبعیض او توپیره د چلند) په ځانګړتیا سره په ټول هیواد کښې د (رد الفساد) په نامه ترهګرۍ ضده عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ.
ایرنا خبری آژانس لیکلی چې په ټول هیواد کښې د ترهګرۍ خلاف د دې پوځی عملیاتو د پیلولو لپاره د پاکستان د پوځ پریکړه د هیواد په مختلفو سیمو کښې له وروستیو خونړیو ترهګرو حملو وروسته شوې ده.
د پاکستان د پوځ د بیانیې له مخې، په دې عملیاتو کښې به د هوائی، سمندری، مځکنی، پولیسو او نورو ځواکونو په شمول ټول وسله وال ځواکونه ګډون ولری.
د دې عملیاتو تمرکز به د پاکستان د پولو د امنیت مدیریت وی.