دپاکستان له ضرب عضب وروسته رد الفساد عملیات :
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41508-دپاکستان_له_ضرب_عضب_وروسته_رد_الفساد_عملیات
زمونږ خبریال وایی په پاکستان کښې د ترهګرۍ له سختې څپې وروسته چې څه موده کیږی رامینځته شوی ده ددغه هیواد پوځ له پرون څخه په ټول پاکستان کښې د ترهګرۍ پرضد د رد الفساد په نوم د پوځی عملیاتو شروع کول اعلان کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2017 10:44 Asia/Kabul
  • تراوسه په پاکستان کښې هغو ترهګرو ته چې دافغانستان پرضد جنګیدل ښه ترهګر (Good Terrorists)او  هغه ترهګر چې دپاکستان د پوځ پرضد جنګیدل بد ترهګر (Bad Terrorists)ویل کیدل .
    تراوسه په پاکستان کښې هغو ترهګرو ته چې دافغانستان پرضد جنګیدل ښه ترهګر (Good Terrorists)او هغه ترهګر چې دپاکستان د پوځ پرضد جنګیدل بد ترهګر (Bad Terrorists)ویل کیدل .

زمونږ خبریال وایی په پاکستان کښې د ترهګرۍ له سختې څپې وروسته چې څه موده کیږی رامینځته شوی ده ددغه هیواد پوځ له پرون څخه په ټول پاکستان کښې د ترهګرۍ پرضد د رد الفساد په نوم د پوځی عملیاتو شروع کول اعلان کړل .

دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار(ISPR) وویل د رد الفساد په نوم د پوځی عملیاتو هدف له کوم توپیر او تفاوت پرته په هیواد کښې د ترهګرۍ ختمول دی .

د ویلو ده چې په پاکستان کښې دښې او بدې ترهګرۍ(The good and bad terrorism) بحث مطرح دی .

تراوسه په پاکستان کښې هغو ترهګرو ته چې دافغانستان پرضد جنګیدل ښه ترهګر (Good Terrorists)او  هغه ترهګر چې دپاکستان د پوځ پرضد جنګیدل بد ترهګر (Bad Terrorists)ویل کیدل خو اوس دپاکستان پوځ وایی ښه او بد ترهګر نشته بلکې ټول ټروریسټان یوشان دی او دټولو پرضد به پوځی عملیات ترسره شی .

دپاکستان دپوځ  ویندوی جنرال اصف غفور وایی .ځمکنی، هوایی او سمندری ځواکونه ، دغه راز رینجر ځواکونه ، دجاسوسۍ ادارو پولیس او استخباراتی ادارې به په دغو پوځی عملیاتو کښې ګډون وکړی .

داپه داسې حال کښې دی چې دپاکستان پنځوسو (۵۰)علماو او مفتیانو هم دترهګرو پرضد دپوځ د ردالفساد دپوځی عملیاتو په ملاتړ کښې د فتوا دصادرولو په ترڅ کښې ویلی دی هغه کسان چې په هیواد کښې د ناامنۍ سبب کیږی مفسد  فی الارض یعنی په ځمکې باندې فساد خپرونکی دی  او د هیواد والو ساتل د پوځ فریضه ده .

البته معلومه نه ده  هغه شمیر علما او مفتیان چې د وهابی او تکفیری تفکر پیروۍ کوی هم دپاکستان دپوځ دعملیاتو ملاتړکوی او که نه .؟

باید ووایو دپاکستان پوځ دترهګرۍ  پر ضد عملیات چې دضرب عضب په نوم یې  د ۲۰۱۴ میلادی کال د جون په پینځلسمه(۱۵) نیټه په شمالی وزیرستان قبایلی سیمه کښې شروع کړی وو او یوډول تراوسه پورې روان وو ډیر بریالی بللی  او ویلی ېې وو چې په هیواد کښې یې د ترهګرۍ ملا ماته کړی ده خو ولیدل شو چې دپاکستان دپوځ دغه خبره یوازې ادعا وه او دپاکستان هغه ترهګر چې په شمالی وزیرستان  کښې دیره وو سترو ښارونو په تیره بیا پنجاب صوبې ته انتقال کړې شول او القاعده ته اړونده ازبک توکمه، تاجیک توکمه او چیچنیا توکمه   خارجی ترهګرافغانستان ته انتقال کړې شوی وو او هلته د داعش ډلې تر پوښښ لاندې ورغلل او په ځانونو یې دداعش نوم کیښود  او دپاکستان ترهګر چې دهیواد په مختلفو سیمو کښې وسیږی کله نه کله ترهګرې حملې او بم چاودنې کوی .

البته په تیرو دوو(۲) کلونو کښې په پاکستان کښې ترهګرۍ یو څه کمه شوی وه خو دټروریزم وروستۍ څپې ثابته کړه چې ترهګر هماغه راز په پاکستان کښې شته او د ځانګړیو ادارو لخوا ملاتړ لری .

او اوس چې دپاکستان پوځ د ترهګرۍ د  جرړه دایستلو په هدف سره د رد الفساد په نوم نوی عملیات پیل کړی دی دتهران راډیو پښتو خپرونې په دې اړه چې ایا په پاکستان کښې دغه اراده رامینځته شوی ده چې هلته دترهګرۍ جرړه وویستل شی او که نه  په اسلام اباد کښې د این این ایی خبری اژانس دمدیر طاهر خان نظر دټیلی فون په لیکه پوښتلی دی چې په ځواب کښې وویل دا ډیره سخته خبره ده چې په پاکستان کښې د ترهګرۍ دختمولو په باره کښې د دپوځ دارادې په اړه څه ووایو خو څرنګه چې پاکستان له یوې خوا دداخلی عمومی افکارو تر سخت دباو لاندې دی چې باید دترهګرۍ  جرړه وویستل شی او له بلې خوا په نړیواله ، سیمه ایزه سویه او حتی  په ګاونډیانو کښې هم منزوی او څنګ ته شوی دی پوځ مجبوره دی دترهګرۍ پرضد یوشمیر عملیات وکړی .

 

خو دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې د پیپلز ګوند عمومی منشی ښاغلی بسم الله خان کاکړ چې په دې اړه یې له تهران راډیو پښتو خپرونې سره مرکه کوله وویل دپاکستان پوځ او حکومت دومره له ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی  چې دهیواد خلک د پوځ لخوا دترهګرۍ پرضد د رد الفساد په نوم په نویو اعلان شویو پوځی عملیاتو هم باور نلری مګر داچې په عمل کښې ولیدل شی چې دپاکستان پوځ واقعا دترهګرۍ د جرړه د ایستلو لپاره جدی اراده لری .

دپاکستان دغه سیاستوال  دغه تور ته په اشاره چې اسلام اباد په افغانستان لګولی چې ویلی یې دی دپاکستان ټروریسټان په افغانستان  کښې پټ دی او له هغه ځایه په پاکستان کښې ترهګرې حملې ترسره کوی وویل دا  یوازې د خلکو او دعمومی افکارو د منحرفولو لپاره یوه(۱) ادعا ده .

دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې د پیپلز ګوند عمومی منشی بسم الله خان کاکړ زیاته کړه دپاکستان پنجاب صوبه په تیره بیا جنوبی پنجاب سیمې له ترهګرو ډکې دی .

کاکړ وویل دترهګرو ډلو مشران په رڼا ورځ په ګاډو کښې ګرځی راګرځی او حکومت او پولیس ورسره هیڅ چلند نه کوی .

دپاکستان په بلوچستان صوبې  کښې د پیپلز ګوند عمومی منشی بسم الله خان کاکړ دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ایا اوس هم په دغه هیواد کښې تکفیری او سرزوری ډلې د ستراتژیکۍ پانګې(Strategic Asset) په توګه ګڼل کیږی وویل دې خبرې ته روښانه ځواب نشو ورکولای .

هغه وویل  د رد الفساد په نوم د نویو شروع شویو پوځی عملیاتو د وخت په تیریدا سره به معلومه شی  چې ایا واقعا په پاکستان کښې د ښه او بد په نوم دترهګر لیدتوګه پاې ته رسیدلی ده او که نه .؟