په کراچۍ کښې د ایرانی صنایعو نندارتون پرانیستل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41576-په_کراچۍ_کښې_د_ایرانی_صنایعو_نندارتون_پرانیستل_شو
د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د صنایعو نندارتون د دواړو هیوادونو د یوشمیر چارواکو په شتون سره پرانیستل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2017 12:29 Asia/Kabul
  • په کراچۍ کښې د ایرانی صنایعو نندارتون پرانیستل شو

د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د صنایعو نندارتون د دواړو هیوادونو د یوشمیر چارواکو په شتون سره پرانیستل شو.

د ایرنا د خبر له مخې د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کښې چې په کراچۍ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د کنسولګرۍ لخوا ترسره شول، د جوړونې یا کنسټرکشن، د ټائلز او سرامیکو د صنایعو، پیټرو کیمیکل محصولاتو، مشینرۍ، فرشی صنایعو، خوراکی موادو، د کور د استعمال شیانو، د ودانیو د مصالحو یا میټیریل په شمول نورو برخو کښې څه باندې شپیته ایرانی شرکتونه خپل محصولات نندارۍ ته وړاندې کوی.

کراچۍ د پاکستان ترټولو زیات نفوس لرونکی او مهم اقتصادی او تجارتی ښار دی.