په کراچۍ کښې دوه داعشیان هلاک شوی دی
Feb 24, 2017 14:13 Asia/Kabul
د پاکستان امنیتی ځواکونو په کراچۍ کښې د داعش ترهګرې ډلې دوه کسان ووژل.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د پاکستان امنیتی ځواکونو بیګا په کراچۍ ښار کښې په یولړ عملیاتو کښې دوه داعشی ترهګر هلاک کړل.
په دغو عملیاتو کښې یو پاکستانی پولیس ځواک هم زخمی شوی دی.
په عین حال کښې د پاکستان ترهګرۍ ضده ادارې نن اعلان وکړ چې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې شپږ ترهګر وژل شوی او ورڅخه یوه اندازه وسله او چاودونکی توکی نیول شوی دی.
ویل کیږی چې دغه ترهګر د لشکر جنګوی او جماعت الاحرار ترهګرو ډلو غړی وو.