پاکستان ۲۳۴ افغانان په زوره له تورخم څخه افغانستان ته واړول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41646-پاکستان_۲۳۴_افغانان_په_زوره_له_تورخم_څخه_افغانستان_ته_واړول
پاکستان له خپلې خاورې ۲۳۴ تنه هغه افغانان چې هلته یې د ګرځیدو قانونی اسناد نه درلودل، په زوره ایستلی او د تورخم پر دروازه یې افغانستان ته اړولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 25, 2017 09:47 Asia/Kabul
  •  پاکستان ۲۳۴ افغانان په زوره له تورخم څخه افغانستان ته واړول

پاکستان له خپلې خاورې ۲۳۴ تنه هغه افغانان چې هلته یې د ګرځیدو قانونی اسناد نه درلودل، په زوره ایستلی او د تورخم پر دروازه یې افغانستان ته اړولی دی.

د ننګرهار د کډوالو چارو رییس غلام حیدر فقیرزی د کب په ۷مه  رسنیو ته وویل؛ چې یاد ۲۳۴ افغانان تیره شپه پاکستانیو پولیسو په تورخم دروازه کې افغان لوری ته سپارلی دی.

هغه زیاته کړه چې په یادو کسانو کې ښځې،سپین ږیری او ځوانان شامل دی او ټول یې رد کړی دی.

د ننګرهار د والی ویاند عطاء الله خوږیاڼی له رسنیو سره د خبرو پرمهال ومنله چې پاکستان له خپلې خاورې ۲۳۴ افغانان په زوره را ایستلی دی .

دی وایی، یادو کسانو په پاکستان کې د اوسیدو قانونی اسناد نه درلودل چې تیره شپه یې افغان سرحدی پولیسو ته وسپارل.

په تورخم کې یوتن دوکاندار جاوید شینا وویل؛ چې تیره شپه ناوخته یاد افغانان په ډیر بد حالت کې خپلې خاورې ته واړول شول.

دی وایی چې د یادو کسانو په څیرو کې د وړو شکنجو نښې هم لیدل کیدې او وضعیت یې ډیر خراب و.

د یادولو ده چې پاکستان له تیرو څو ورځو راهیسې په دغه هیواد کې د چاودنو په غبرګون د تورخم لاره تړلې ده.