له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو بهیر روان دی
Feb 25, 2017 18:57 Asia/Kabul
له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباری ایستنې د بهیر په دوام کښې له خیبر پښتونخوا صوبې ۲۳۵ نور افغان کډوال وایستل شول.
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې پاکستان نن ۲۳۵ افغان مهاجر د تورخم د ګډې پولې له لارې افغانستان ته ولیږل.
د افغانستان د قندهار د والی د ویاند په وینا تیره اونۍ هم په پاکستان کښې د بلوچستان صوبې له سرحدی سیمو څخه څه باندې ۵۰۰ افغان کورنۍ په زور د قندهار ولایت شورابک ولسوالۍ ته لیږل شوې وې.
مخکښې د بشری حقوقو څارونکی سازمان اعلان کړی و چې د پاکستان حکوت له تیر کال راهیسې له شپږو لاکو زیات افغان کډوال په غیرانسانی او غیرقانونی توګه په زوره له هیواده شړلی دی.