په لاهور کښې د ایرانی فلمونو فیسټیول پیل شو
Feb 26, 2017 09:26 Asia/Kabul
د ایران او پاکستان د خلکو د کلتوری اړیکو د پیاوړتیا او د ایران د فلمی صنعت د توانمنیو د لازیاتۍ معرفۍ په موخه په لاهور ښار کښې د ایرانی فلمونه دوه ورځنی فیسټیول پیل شو.
د ایرنا د خبر له مخې د ایرانی فلمونه دا فیسټیول له پرون څخه د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې د ایران د کلتوری مرکز په مرسته پیل شوی دی.
په دغه فیسټیوال کښې د ایران د مختلفو ډایریکټرانو څلور فلمونه (مُلکِ سلیمان)، (یک حبّه قند)، (حوض نقاشی) او (بید مجنون) د ایرانی فلمونو د مینه والو پاکستانیانو لپاره ښودل کیږی.
کابو دوه میاشتې مخکښې هم د پاکستان په راولپنډۍ ښار کښې د ایرانی فلمونو درې ورځنی فیسټیوال ترسره شو.
د ایرانی فلمونو ښودل د پاکستان د خلکو له پراخ هرکلی سره مخامخ شوی دی.