د رد الفساد د عملیاتو په اړه شکونه او شبهې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41728-د_رد_الفساد_د_عملیاتو_په_اړه_شکونه_او_شبهې
د ترهه ګرۍ د عملیاتو په دوام کښې چې د "رد الفساد" په نامه د پاکستان د فوځ، پولیسو او استخباراتی ځواکونو لخوا په دغه ټول هېواد کښې د تېر زیارت یا پنجشنبې له ورځې شروع شوی دی،
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 26, 2017 11:18 Asia/Kabul
  • د رد الفساد د عملیاتو په اړه شکونه او شبهې

د ترهه ګرۍ د عملیاتو په دوام کښې چې د "رد الفساد" په نامه د پاکستان د فوځ، پولیسو او استخباراتی ځواکونو لخوا په دغه ټول هېواد کښې د تېر زیارت یا پنجشنبې له ورځې شروع شوی دی،

د دغه هېواد د فوځ او پولیسو خبری سرچینې هم هغه شان د ترهه ګرو د نیولو خبرونه ورکوی او وائی چې یوازې په کراچۍ ښار کښې د یو شمېر افغانانو او ازبکانو په شمول اویا تنه نیول شوی دی.

هغه خبرونه چې له پنجاب صوبې رارسیږی، په دغه صوبه په تېره بیا په لاهور ښار کښې له مېشته پښتنو سره د پولیسو ځواکونو د تند او تریخ چلند ښودنه کوی چې په دې لړ کښې د پاکستان د سېنېټ غړی او د دغه هېواد د پښتونخوا عوامی ملی ګوندصوبائی مشر عثمان کاکړ په پنجاب کښې له پښتنو سره د  امنیتی ځواکونو په تریخجن چلند باندې په سختې نیوکې سره وویل چې د امنیتی ځواکونو لخوا له پښتنو سره په داسې حال کښې ډېر بد چلند کیږی چې د ترهه ګرۍ زیاتره قربانیان پښتانۀ دی. هغه له حکومته وغوښتل چې په پنجاب کښې دې د پښتنو د مسائلو د څېړلو لپاره یوه خصوصی کمېټی جوړه کړی.

زمونږ رېډیو په دې اړه د ټیلفون له لارې د پاکستان د یو مشهور قانون پوه او د عوامی نېشنل پارټۍ د یو مشر لطیف آفریدی نظر وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې د پاکستان په حکومت او فوځ پاندې په نیوکې سره وویل: د هغوی لپاره ترهه ګری هغه وخت یو ستر مشکل او ستونزه وی چې کله په پنجاب صوبه کښې رامنځته شی. په داسې حال کښې چې پینځلس کاله وشول چې په خېبر پښتونخوا، سېند او بلوچسستان صوبو کښې هره ورځ مظلوم خلق د ترهه ګرو د حملو هدف ګرځی او د حکومت او فوځ لپاره یې هیڅ فرق نه کوی او اوس چې د ترهه ګرۍ څپه پنجاب صوبې ته ورسېده  نو د ترهه ګرۍ په خلاف عملیاتو کښې ځانونه جدی ښئی، خو په عېن حال کښې لطیف افریدی له ((دېر آید درست آید)) متل څخه په استفادې سره څرګنده کړه اوس هم که فوځی او پولیس ځواکونه د ترهه ګرۍ د جرړو د وېستلو لپاره په رښتیا او جدی توګه لاس په کار شی نو پښتانۀ به یې هرکلے کوی خو هغه وویل چې په دې کښې ډېر شک لری چې دغه عملیات به هم د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره په رښتینې ارادې سره شروع شوی وی.

د پاکستان دغه مشهور قانون پوه همدارنګ په پنجاب صوبه کښې له پښتنو سره د امنیتی ځواکونو په تریخجن چلند باندې په نیوکې سره وویل چې  د پښتنو ترمېنځ ترهه ګری له پنجابه راغلې ده. د هغه د وېنا له مخې په پاکستان کښې چې نن هر څومره ترهه ګری موجوده ده له پنجاب صوبې څخه سرچینه اخلی. لطیف افریدی همدارنګ دا خبره څرګنده کړه چې تر هغه وخته چې د ترهه ګرۍ له هغو اصلی علتونو او عواملو سره چې ترهه ګر یې جوړ کړی دی چلند او په خلاف یې عملیات ونه شی نو یوازې د اصلی ترهه ګرو د معلول او د لاس ګوډاګیو په وژلو او نیولو سره به ترهه ګری ختمه نه شی.

هغه تاکید وکړ چې که واقعاً د پاکستان حکومت او فوځ د ترهه ګرۍ ختمول غواړی نو پکار دی له هغو ادارو، ډلو او کسانو سره چې د ترهه ګرۍ په تولیدولو کښې لاس لری چلند وکړی. هغه همدارنګ د ترهه ګرۍ په خلاف عملیاتو ته په اشارې سره چې په دوه زره څوارلسم کال کښې د ضرب عضب په نامه د پاکستان د فوځ لخوا شروع شوی وو وویل چې د ضرب عضب نومې عملیات هم له یوې لوبې او نمائشه زیات څه نه وو چې په نتیجه کښې یې  د ازبک تبارو  او تاجېک تبارو په شمول یو شمېر ترهه ګر افغانستان ته منتقل شوی دی. د هغه د وېنا له مخې ترهه ګرو ته  هم هغه شان په سیاسی او مذهبی ګوندونو او امنیتی ادارو کښې د خپلو اربابانو او بادارانو ملاتړ حاصل دے او دا ویلې شوو چې تر هغه وخته چې د پاکستان سیاست  چې د دغه هېواد د اهدافو د پوره کېدو لپاره د ترهه ګرۍ په ستنو ولاړ دے بدل نه شی نو د ضرب عضب او رد الفساد په نامه عملیاتو په ترسره کولو سره نه شی ختمېدې.

-------