په پاکستان کښې د عربستان خلاف مظاهرې شوې دی
د پاکستان په زرهاو تنه خلکو له عربستان څخه د پاکستانی کارګرانو په ایستلو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې مظاهره کونکو پرون په پلازمینه اسلام آباد کښې د پریس کلب مخې ته په راغونډیدو او د مړ دې وی آل سعود شعارونو په ورکولو سره د پاکستانی کارګرانو د ویستلو له امله له عربستانی چارواکو خپل قهر او کرکه اعلان کړه.
معترضانو د پاکستانی کارګرانو د ایستنې په غندلو سره د اسلام آباد له حکومته وغوښتل چې پر آل سعود واکمنانو باندې په دباو اچولو سره له عربستانه د پاکستانی کارګرانو د ایستلو مخه ونیسی.
د پاکستان حکومت تراوسه له عربستانه د پاکستانی کارګرانو د ایستل کیدو په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.
سعودی عربستان په تیرو پنځو میاشتو کښې ۳۵ زره پاکستانی کارګران د ترهګرو حملو په تور باسلی دی.