دپاکستان واکمنان دترهګرو ملاتړ او حمایت کوی .
-
چانډیو وویل دپاکستان مرکزي حکومت کوچنۍ صوبې نه خوښوي او ددغو صوبو خبرې ته غوږ نه اچوي .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دپیپلز ګوند یوه(۱) مشر مولابخش چانډیو وویل په کوم هیواد کښې چې حکومتی چارواکی او واکمنان د ترهګرو ملاتړ کوی هلته هیڅوک بیا دترهګرۍ مخه نشی نیولای او زیاته یې کړه که چیرې د ردالفساد دعملیاتو پرځاې د رد النثار(اشاره دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان ته ده ) چاره ترسره کیدلای نو دپوځی عملیاتو دترسره کیدا هیڅ ضرورت نه پریوت .
هغه وویل دترهګرو پرضد له وسلو دکار اخیستلو پرځاې باید د ترهګرۍ په علتونو غور وشی .
دپاکستان دپیپلز ګوند دغه مشر مولا بخش چانډیو وویل زه دکورنیو چارو دوزیر چوهدری نثار علی خان د غریدا هیڅ پروا نه کوم او هغه هیڅ نه کوی او بیا دخپلو بریالیتوبونو په هکله ناڅا او ګډا هم کوی .
هغه وویل دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان سیهون شریف سیمې ته په تلو سره د لعل شهباز قلندر زیارت ته ونه رغی او په بم چاودنې کښې د وژل شویو کسانو د کورنیو لپاره یې هم د مرستو هیڅ خبره ونکړه چې دغه چاره دهغه ناکامۍ او بزدلۍ ثابتوی .
هغه وویل دپاکستان وفاقی وزیران دترهګرو ملاتړ کوی او زیاته یې کړه زه د صوبې نه بلکې د پاکستان سیاست کوم .
چانډیو وویل زه دپاکستان دلومړی وزیر نوازشریف له مسلم لیګ ګوند سره نه بلکې دهغه له سیاستونو سره اختلاف لرم .
هغه وویل دپاکستان مرکزی حکومت کوچنۍ صوبې نه خوښوی او ددغو صوبو خبرې ته غوږ نه اچوی .