د افغانستان له خاورې په شویو ډزو کښې پاکستانی پوځی زخمی شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41774-د_افغانستان_له_خاورې_په_شویو_ډزو_کښې_پاکستانی_پوځی_زخمی_شو
د افغانستان له لورې د پاکستان په سویلی وزیرستان شویو ډزو کښې د پاک پوځ یو ځواک ژوبل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2017 01:44 Asia/Kabul
  • د افغانستان له خاورې په شویو ډزو کښې پاکستانی پوځی زخمی شو

د افغانستان له لورې د پاکستان په سویلی وزیرستان شویو ډزو کښې د پاک پوځ یو ځواک ژوبل شو.

د پاکستان د پوځ د رسنۍ آئی، ایس، پی، آر د خبرپاڼې له مخې د پاکستان او افغانستان په ګډه پوله ایزه سیمه کښې د افغانستان له خاورې په جنوبی وزیرستان باندې ډزې وشوې چې له امله یې د پاکستان یو پوځی زخمی شوی دی. زخمی شوی پوځی په چورلکه کښې د وزیرستان مرکز واڼا ښار ته منتقل کړی شوی دی.

د افغانستان له لورې د شوې حملې په ځواب کښې پاکستانی پوځیانو په ترهګرو سختې ډزې کړې دی خو زیات جزئیات یې نه دی ترلاسه شوی.