ایاد ردالنثار عملیات له رد الفساد عملیاتو ښه نه وو.؟
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41820-ایاد_ردالنثار_عملیات_له_رد_الفساد_عملیاتو_ښه_نه_وو.
زمونږ خبریال وایی د ردالفساد ترهګرۍ ضد عملیات چې په پاکستان کښې دترهګرۍ د وروستۍ څپې له رامینځته کیدا وروسته په ټول هیواد کښې پیل شوی او دپوځ او دپولیسو لخوا هره ورځ دسلګونو ټروریسټانو د وژل کیدا ادعاګانې مطرح کیږی له سختو نیوکو سره مخ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 27, 2017 10:07 Asia/Kabul
  • ټرامپ دحکومت د کار په  پیلیدا سره پاکستان دخپلو خلکو پرضد دیوشمیر ترهګرو حملو په ترسره کولو سره ځان وهنه وکړه .
    ټرامپ دحکومت د کار په پیلیدا سره پاکستان دخپلو خلکو پرضد دیوشمیر ترهګرو حملو په ترسره کولو سره ځان وهنه وکړه .

زمونږ خبریال وایی د ردالفساد ترهګرۍ ضد عملیات چې په پاکستان کښې دترهګرۍ د وروستۍ څپې له رامینځته کیدا وروسته په ټول هیواد کښې پیل شوی او دپوځ او دپولیسو لخوا هره ورځ دسلګونو ټروریسټانو د وژل کیدا ادعاګانې مطرح کیږی له سختو نیوکو سره مخ دی .

دپاکستان دپیپلز ګوند د اطلاعاتو او د کلتور او دخپرونې د برخې مسول ښاغلی مولا بخش چانډیو په یو لړ مراسمو کښې په یوې(۱) وینا کښې وویل په داسې هیواد کښې چې ترهګر د چاواکو لخوا ملاتړ لری دترهګرۍ کنټرولول ممکن نه دی .

هغه زیاته کړه دپاکستان دمرکزی حکومت وزیران او دپنجاب صوبې دحکومت وزیران په ښه ښکاره دترهګرو ملاتړ کوی .

ښاغلی مولا بخش چانډیو که څه هم ددغو وزیرانو نومونه وانه خیستل خو  له لشکر جهنګوی او سپاه صحابه ټروریسټی ډلو سره دپاکستان دپنجاب صوبې د عدلیې د وزیر رانا ثناالله او د  کورنیو چارو د وزیر چوهدری نثار علی خان اړیکې له هیڅ چا پټې نه دی .

دپاکستان دپیپلز ګوند یوه(۱) مشر مولا بخش چانډیو جوته کړه که چیرې د ردالفساد په نوم دترهګرۍ ضد عملیات د رد النثار په نوم چې اشاره یې دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان ته وه ترسره کیدلای نور نو په هیواد کښې د ردالفساد په نوم دپوځی عملیاتو هیڅ ضرورت نه وو .

د ویلوده یوه(۱) تحقیقاتی کمیسیون چې دپاکستان دسترې محکمې لخوا د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د یوشمیر حقوق پوهانو د قتل په اړه  څه موده مخکې د سترې محکمې دیوه(۱) قاضی فائز عیسی په مشرۍ ټاکل شوی وو په خپل راپور کښې چې دتحقیقاتو د ترسره کیدا په نتیجه کښې یې برابر او خپور کړی وو د حکومت ځینې چارواکی او ادارې په تیره بیا دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان له ترهګرو ډلو سره داړیکو په لرلو تورن کړی وو .

دغه تحقیقاتی راپور په دې خبرې هم اعتراف درلود چې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان په داسې حال کښې د ترهګرو ډلګیو له مشرانو سره غونډې کوی او هغوې ته تسلۍ او ډاډ ورکوی چې دغو ډلو په کویټه کښې د بوږونکو ترهګرو حملو ذمه وارې پرغاړه اخیستی وې .

اوس چې په ټول پاکستان کښې د پوځ او دپولیسو لخوا دترهګرۍ پرضد د ردالفساد پوځی عملیات پیکه کیږی په ښه ډول ددغو عملیاتو دسیاسی تاکتیک کیدا په خبره پوهیدلی شو .

د پاکستان دپوځ او د حکومت لخوا د سلګونو ترهګرو د وژلو او د سلګونو نورو ټروریسټانو دنیولو ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږی چې د بې ګناه خلکو او د شکمنو کسانو  له نیولو پرته دترهګرو مړی رسنیو ته نه دی ښودل شوی .

دپاکستان د ترهګرو ډلو مشران او مسولان او یا هغه علما چې ددغو ټروریسټی ډلو ملاتړ کوی په ډیر امنیت کښې او له کومې اندیښنې پرته خپلو فعالیتونو ته دوام  ورکوی .

دافغانستان د ملی پارلمان غړی ښاغلی عبدالودود پیمان چې له تهران راډیو پښتو خپرونې سره یې مرکه کوله په دې اړه وویل دپاکستان جاسوسۍ ادارې معمولا کله نه کله چې خطر  احساس کړی نو دمخنیوی لپاره یوشمیر تاکتیکی اقدامات ترسره کوی څرنګه چې واک ته  دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په رسیدا سره هغه خپل هیواد امریکا ته  دیوشمیر اسلامی هیوادونو دښاریزو په سفیر بندیز ولګاوه او پاکستان له دې سره سره چې دجنګ ددوام او ترهګرۍ په اړه خپل ټول سیاستونه دامریکا په غږملتیا سره اعمالوی له ټرامپ څخه خطر احساس کړ .

دافغانستان دملی پارلمان غړی ښاغلی عبدالودود پیمان زیاته کړه پردې اساس دامریکا دنوی ولسمشر ډونالډ ټرامپ دحکومت د کار په  پیلیدا سره پاکستان دخپلو خلکو پرضد دیوشمیر ترهګرو حملو په ترسره کولو سره ځان وهنه وکړه چې ځان مظلوم وښی او دامریکا په نویو سیاستونو کښې دولسمشر ډونالډ ټرامپ له غضب سره مخ نشی .