داعش ډله په پاکستان کښې دپراخیدا په حال کښې ده .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41894-داعش_ډله_په_پاکستان_کښې_دپراخیدا_په_حال_کښې_ده_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان په سیند صوبې کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې ادارې (Counter Terrorism Department)په یوه(۱) تحقیقاتی راپور کښې ایشوا کړی ده داعش ډله د دغه هیواد د سرزرو او ترهګرو ډلو په ملاتړ سره د پیاوړتیا په حال کښې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2017 10:00 Asia/Kabul
  • دپاکستان په شان هیواد کښې دا کومه دخیرانتیا خبره نه ده چې داعش ډله هلته شتون پیدا کړي .
    دپاکستان په شان هیواد کښې دا کومه دخیرانتیا خبره نه ده چې داعش ډله هلته شتون پیدا کړي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان په سیند صوبې کښې له ترهګرۍ سره دمبارزې ادارې (Counter Terrorism Department)په یوه(۱) تحقیقاتی راپور کښې ایشوا کړی ده داعش ډله د دغه هیواد د سرزرو او ترهګرو ډلو په ملاتړ سره د پیاوړتیا په حال کښې ده .

دغه راپور وایی داعش ډله په عراق او سوریې کښې د تکفیری او سرزورو ډلو په مرستې سره پراخه شوه او په پاکستان کښې هم فرقه پالې ډلې داعش ته دپراخیدا او پیاوړتیا زمینه برابروی او داعش ډله په حقیقت کښې دپاکستان دترهګرو او سرزورو ډلو په مرستې سره کوشش کوی خپل ځان پیاوړی کړی .

دپاکستان د سیند صوبې له ترهګرۍ سره دمبارزې دادارې د تحقیقاتی راپور پراساس دداعش ډلې  دمشر ابوبکر بغدادی لخوا د خلافت له اعلان وروسته دپاکستان  ترهګرو ډلو داعش ډلې ته پام وکړ او دپاکستان طالبانو ډله په همدغو ډلو کښې شامله وه .

دپاکستان طالبانو ډله دوه څلویښت(۴۲) کوچنۍ څانګې یا ډلې لری  چې په پیښور ، هنګو، اورکزئ ، خیبر او کرمې ایجنسۍ قبایلی سیمو کښې فعالیت کوی او دغو ډلو له داعش سره په غیر مشروط ډول اتحاد اعلان کړی دی .

داعش ډلې پاکستان، افغانستان او دمرکزی اسیا هیوادونه د خراسان ولایت برخې اعلان کړی دی .

دپاکستان دسیند صوبې د ترهګرۍ ضد دادارې د راپور پراساس دطالبانو لومړنۍ ډله چې له داعش ډلې سره یې بیعت کړی وو دخلافت غورځنګ وو چې په کراچۍ کښې فعالیت کوی .

دپاکستان دسیند صوبې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې دغه راز اندیښنه څرګنده کړی ده چې داعش ډله دپنجاب صوبې او دسیند صوبې دمرکز کراچۍ په ځینو سیمو کښې دفعالیت او د کسانو دجذبولو په حال کښې ده او کسان ځان ته جذبولای شی .

په دغه راپور کښې دغه راز دتش په نامه دنړیوال جهاد غورځنګ د مشرۍ د ترلاسه کولو لپاره دداعش او دالقاعده ډلې ټکر ته هم اشاره شوی ده .

د ویلو ده  چې دپاکستان دسیند صوبې له ترهګرۍ سره دمبارزې دادارې په دغه تحقیقاتی راپور کښې دافغانستان طالبانو ته هیڅ اشاره نه ده شوی داپه داسې حال کښې دی حقیقت دا دی چې دافغانستان دطالبانو او د داعش ترمینځ د تش په نامه دنړیوال جهاد د مشرۍ د ترلاسه کولو  ټکر  او مقابله سخته ده چې په دې زمینه کښې طالبانو هڅه کړی ده دهغه شمیر طالبانو لپاره چې له داعش سره دیوځاې کیدا غوښتونکی دی دداعش ډلې دمشر ابوبکر بغدادی د خلاف دناسموالی لپاره فقهی توجیهات د داعش دشکونو او دطالبانو دځواب په نوم دیوه (۱)کتاب په چوکاټ کښې خپاره کړی دی .

په هرحال د پاکستان په شان هیواد کښې دداعش ډلې دنفوذ پراخیدل یوه(۱) طبیعی چاره ده .

څرنګه چې د پاکستان دبلوچستان صوبې دکورنیو چارو وزیر سرفراز بګټی ویلی دی په دغه هیواد کښې څه دپاسه دیرش زره(۳۰۰۰۰) مذهبی مدرسې شته چې یوازې پینځه زره پینځه سوه (۵۵۰۰)یې په بلوچستان صوبې کښې دی او په دوې کښې  زرګونو مذهبی مدرسې ثبت شوی نه دی او دافغانستان طالبان په دغو دینی مدرسو کښې زده کړې کوی.

دپاکستان د حکومت دمذهبی چارو وزیر ښاغلی امین الحسنات هم په خپل هیواد کښې ددیرش زره (۳۰۰۰۰) مذهبی مدرسو په شتون د اعتراف په ترڅ کښې وویل حکومت  په دغو مذهبی مدرسو کښې د اصلاحاتو د رامینځته کولو کوشش کوی .

هغه په عین حال کښې جوته کړه دپاکستان له دغو دینی مدرسو سره عربی هیوادونه مالی مرستې کوی او ترټولو مهمه خبره داچې دپاکستان ځینې حکومتی او پوځی مشران هم دسرزورو ډلو ملاتړ کوی .

او په دې لړ کښې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان او د پنجاب صوبې دعدلیې وزیر رانا ثناالله له لشکر جهنګوی او  سپاه صحابه ترهګرو ډلو دملاتړ په ارتباط خاص شهرت لری .

دپاکستان په شان هیواد کښې دا کومه دخیرانتیا خبره نه ده چې داعش ډله هلته شتون پیدا کړی .