ددنیا ۵۲ فیصده تجارت په ایکو سیمه کښې کیږی .
-
دافغانستان ولسمشر اشرف غني او خارجه وزیر صلاح الدین رباني په دغه غونډې کښې ګډون ونکړ .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف د اقتصادی ملګرتیا موسسې ایکو(Economic Cooperation Organisation) دمشرانو په غونډې کښې دمشر په توګه انتخاب شو .
هغه په اسلام اباد کښې د اقتصادی ملګرتیا موسسې ایکو(ECO) دمشرانو دیارلسمې(۱۳) غونډې ته په وینا کښې وویل دغه موسسه پراخه جغرافیا لری او اوس وخت رسیدلی دی چې هم خپل تاریخی رول ولوبو او د اقتصادی ملګرتیا موسسې ایکو دشمال او دجنوب د ارتباط لپاره مهمه سرچینه ده .
دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف وویل داقتصادی ملګرتیا موسسې غړی هیوادونه له ډیرو سرچینو او صلاحیتونو ډک دی او ددنیا دوه پنځوس(۵۲) فیصده تجارت د اقتصادی ملګرتیا موسسې ایکو په سیمه کښې کیږی .
نوازشریف وویل دګډې خوشحالۍ لپاره د اړیکو زیاتول ضروری دی او زیاته یې کړه داقتصادی ملګرتیا موسسې ایکو دغړیو هیوادونو سیمه دتجارتی فعالیتونو مرکز دی او د اوورګاډو پټلۍ، لوې لارې ، دتیلو او ګازو نل لیکې هیوادونه له یوبل سره نږدې کوی .
هغه په دغه غونډې کښې دټولو ګډون کونکو هیوادونو دمشرانو مننه وکړه .
په پاکستان کښې د اقتصادی ملګرتیا په غونډې کښې دایران د ولسمشر حسن روحانی په شمول دنیا دهیوادونو پینځه() ولسمشران، درې(۱) لومړی وزیران او یو دلومړی وزیر مرستیال ګډون کوی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی او خارجه وزیر صلاح الدین ربانی په دغه غونډې کښې ګډون ونکړ بلکې په اسلام اباد کښې دافغانستان سفیر په دغه غونډې کښې ګډون کړی .
په پاکستان کښې دبم چاودنو او د افغانستان په سرحدی سیمو دتوغندوی حملو له کبله ددواړو هیوادونوترمینځ اړیکې خرابې شوی او کابل او افغانستان یو بل له ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوی .
د ویلوده چې دایران اسلامی جمهوریت ، ترکیه ، پاکستان ، افغانستان، ترکمنستان ، قیرغیزستان ، ازبکستان ، قزاقستان ، تاجیکستان او اذربایجان جمهوریت د اقتصادي ملګرتیا موسسې ایکو لس غړي هیوادونه دي .
ایکو موسسه کابو څلورسوه پینځوس میلیونه نفوس او کابو اته میلیونه مربع کلومیټره پراختیا لري او له ډول ډول صنایعو، مختلفو طبیعي سرچینو او ګازو او تیلو څخه برخمن دي .