ترهګرې ډلې د امریکا او د عربستان لاسپوڅی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i41956-ترهګرې_ډلې_د_امریکا_او_د_عربستان_لاسپوڅی_دی_.
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجه ناصر عباس جعفری وویل تکفیری ډلې دامریکا ، سعودی عربستان او د اسرائیلو د سیمه ایزو سیاستونو زیږنده او نتیجه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2017 09:04 Asia/Kabul
  • دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان او د پنجاب صوبې دقانون وزیر رانا ثناالله دترهګرو ډلو ستر ملاتړي دي  .
    دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان او د پنجاب صوبې دقانون وزیر رانا ثناالله دترهګرو ډلو ستر ملاتړي دي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجه ناصر عباس جعفری وویل تکفیری ډلې دامریکا ، سعودی عربستان او د اسرائیلو د سیمه ایزو سیاستونو زیږنده او نتیجه ده.

هغه نن په اسلام اباد کښې د پاکستان دسیاسی او مذهبی ګوندونو په غونډې کښې وویل ترهګرو ډلو په هیواد کښې ناامنۍ ته لمن وهلی ده .

عباس جعفری په دې خبرې سره چې دپاکستان شیعه مسلمانانو دترهګرۍ پرضد جنګ کښې زیاتې قربانیانې ورکړی دی داسلام اباد له حکومته وغوښتل له ترهګرو ډلو سره د مقابلې او د بې ګناه خلکو دوژلې دمخنیوی لپاره زیاته هڅه وکړی چې په پاکستان کښې ثبات، امنیت او صلح ټینګه شی .

دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجه ناصر عباس جعفری ‌ ډاګینه کړه پنجاب صوبه دتکفیری ډلو په مرکز بدله شوی ده  او دغه چاره د پاکستان دامنیت لپاره خطرناکه ده .

په اسلام اباد کښې دپاکستان د سیاسی او مذهبی ګوندونو په دغه کانفرنس کښې پیپلز ،تحریک انصاف ، عوامی تحریک ، جماعت اسلامی ، مسلم لیګ عوامی څانګې ، متحده قومی موومنټ ، سنی اتحاد شورا او د پاکستان دپیوستون شورا ګډون درلود .

دپاکستان د سیند او دپنجاب صوبو په شمول دهیواد  په مختلفو سیمو کښې دلشکر جهنګوی تکفیری ترهګرې ډلې حملې  چې په سلګونو کسان پکښې  وژل شوی دی په داسې شرایطو کښې دوام لری چې دلومړی وزیر نوازشریف حکومت په تور فهرست کښې دلشکر جهنګوی  ترهګرې ډلې دنوم له شاملولو ډډه کړی ده .

د ویلو ده چې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر چوهدری نثار علی خان او د پنجاب صوبې دقانون وزیر رانا ثناالله دترهګرو ډلو ستر ملاتړی دی او دوې   دټروریسټی ډلو له مشرانو سره تل غونډې او خبرې کوی .