په پاکستان کی د اکو سرمشریز کنفرانس
د اکو د اقتصادی همکارۍ سازمان دیارلسم کنفرانس، نن د پاکستان په پایتخت(اسلام آباد) کی ترسره شو. د پاکستان لمړی وزیر«محمد نواز شریف» چی د دغه سازمان دوره ای ریاست یی په غاړه اخیستئ ؤ، د یو لړ ویناؤو په ترځ کی، د سیمه ایزو همکاریو په پیاوړی کولو کی؛ د اکو د موقعیت په مهم بللو سره ټینګار وکړ: اسلام آباد به د دغه سازمان د اهدافو او پروګرامونو د عملی کولو لپاره، پخپل ټول توان هڅه وکړی.
نوموړی په سیمه کی د سوداګریزو او اقتصادی همکاریو تقویه کول، مهم وبلل؛ او پدې هکله یی د لسو غړیو هیوادونو ترمنځ، له ټولو ظرفیتونو څخه د استفادې کولو غوښتنه وکړه.
د اکو د اقتصادی همکارۍ سازمان؛ چی په ۱۹۸۵ کال کی یی پدې نامه سره خپل کار پیل کړ، د اسلامی هیوادونو ترمنځ یو ډیر پخوانئ سیمه ایز؛ او په عین حال کی ډیر ستر اقتصادی سازمان دئ.
د اکو د کنفرانس پدې دوره کی، د ۲۰۱۷ م کال لپاره د دغه سازمان دغونډو د نیټې، او د ۲۰۲۵ کال د راتلونکی سند، یا د اکو د لس کلنې استراتیجۍ لپاره، تصمیم نیول شوئ، چی د سرمشریزې غونډې د پای په بیانیه کی به خپور شی.
په اکو کی د ترکیې؛ پاکستان او ایران د دریو مهمو هیوادونو شتون، دغه سازمان ته ځانګړئ موقعیت ور بخښلئ دئ، چی کولای شی د هند نیمه لویې وچې؛ اروپا او منځنۍ آسیا او قفقاز په شان د یو شمیر اقتصادی سیمو د یو ځای کیدو کړۍ وی. د اروپا له اتحادیې سره د ترکیې تړاو، د هند له نیمه لویې وچی سره د پاکستان ارتباط، او په جنوب کی د فارس له خلیج، او په شمال کی د منځنۍ آسیا او قفقاز له هیوادونو سره د ایران ارتباط او تړاو، د اکو لپاره باالقوه ظرفیت رامنځته کوی، چی وکولای شی د کالیو د ټرانزیټ او سوداګریزو اړیکو په ډګر کی، یو نړیوال اغیز شیندونکئ رول ولوبوی.
په ایران کی د اکو د دایمی دارالانشا، او د بیړۍ چلونې د دفتر شتون، د سمندری ټرانسپورټ برخې ته د دغه سازمان د پاملرنې بیانونکئ دئ، او په ترکیه کی د دغه سازمان د بانک، او په پاکستان کی د بیمی دفتر شتون، په اکو کی د اقتصادی همکاریو او پانګونو دری اضلاعوی پیاوړی کوی. خو د دی ټولو سره سره؛ د اکو سازمان له یو لړ کړکیچونو او مشکلاتو سره مخامخ دئ، چی د سیمه ایزو همکاریو د تقویې لپاره له بشپړو ظرفیتونو څخه د استفادې په وړاندی خنډ ګرځی. سیاسی او کلتوری تضادونه، او د بهرنیو اړیکو څرنګوالئ او د اکو د غړیو هیوادونو د تولیداتو نه مکلمل والئ، د دغو مشکلاتو له جملې څخ دئ. سره له دې حاله، د اکو غړی هیوادونه د انرجۍ؛ کرهڼیزو محصولاتو او د موټر د صنایعو په برخه کی، د یو او بل د متقابلو اړتیاؤو د پوره کولو لپاره، له نسبی ظرفیتونو څخه برخور دی، او حتی په امنیتی برخه کی هم کولای شی د سیمې ایز ثبات او آرامتیا له پیاوړی کیدو سره مرسته وکړی. دا پداسی حال کی ده، چی په وروستیو دؤو کالو کی د اکو د غړیو ترمنځ سیاسی لانجو، د اکو په چوکاټ کی د سیمه ایزو همکاریو پر پراختیا باندی سیورئ غوړولئ دئ.
د دغو مسایلو او مشکلاتو سره سره، په اسلام آباد کی د اکو د مشرانو کنفرانس ترسره کیدل، له دؤو اړخونو څخه مهم دی. لمړئ دا چی په منظمه توګه؛ د خارجه وزیرانو او مشرانو په کچه، د هغه د کنفرانسونو ترسر کیدل ښیې؛ چی غړی هیوادونه هماغه راز د اکو سازمان ته د هغه سیمه ایز جوړښت او تشکل په توګه ګوری؛ چی کولای شی د موجودو اختلافاتو سره سره، د سیمه ایزې غږملتیا او همکارۍ له ټینګښت سره مرسته وکړی.
د نړۍ څو پکټی کیدو، او د سیمه ایزې غږملتیا په پیاوړی کولو کی د سیمه ایزو سازمانونو او اتحادیو زیاتیدونکی اهمیت ته په پام سره، د اکو سازمان هماغه راز کولای شی، د اغیز شیندونکی نړیوال ارګان، او د نورو سیمه ایزو اتحادیو سره د مناسباتو لپاره د غړیو هیوادونو د اډانې په توګه، رول ولوبوی. په تیره بیا دا چی؛ یوویشتمه پیړۍ د آسیا پیړۍ ده، او اقتصادی بدلونونه به له لویدیځ څخه د ختیځ او آسیایی هیوادونو په لور را وګرځی. د اکو د کنفرانسونو دویم اهمیت، په مختلفو کچو د هغه د فرعی غونډو ترسره کیدل دی، چی د غړیو ترمنځ د مناسباتو او خبرو اترو فرصت چمتو کوی.
په هر حال، د اکو سازمان د غړیو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره، زیات باالقوه استعدادونه او ظرفیتونه لری، چی له ګډ امنیت او ګټو څخه د متقابل درک په صورت کی به، د اکو د اهدافو د رښتنی کیدو، او پر نړیوالو بدلونونو باندی د هغه د اغیز شیندنی امکان برابر شی.