د پاکستان په قباییلی سیمو کښې د اصلاحاتو د اجرا کولو تصویبیدا
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42056-د_پاکستان_په_قباییلی_سیمو_کښې_د_اصلاحاتو_د_اجرا_کولو_تصویبیدا
د پاکستان مرکزی کابینې په فاټا مشهورو قبایلی سیمو د اصلاحاتو کمیټۍ وړاندیزونه تصویب کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2017 15:51 Asia/Kabul
  • د پاکستان په قباییلی سیمو کښې د اصلاحاتو د اجرا کولو تصویبیدا

د پاکستان مرکزی کابینې په فاټا مشهورو قبایلی سیمو د اصلاحاتو کمیټۍ وړاندیزونه تصویب کړل.

ایرنا راپور ورکړی،د پاکستان د فیډرال حکومت د کابینې په ننۍ ناسته کښې لومړی وزیر نواز شریف وروسته پاته سیمو او د دغو سیمو د خلکو د ژوندانه معیارونو ښه کولو ته د تمرکز په ضرورت په ټینګار سره وویل:د حکومت له اصلی بهیر سره د قبایلی سیمو په یو ځای کیدا سره د فاټا خلکو د محرومیت احساس ختمیږی.

ټاکل شوی د فاټا د اصلاحاتی کمیټۍ وړاندیزونه په یوه پینځه کلن بهیر کښې اجرائی شی او د دغو سیمو خلک په سیاسی برخه کښې په راتلونکو انتخاباتو کښې د صوبائی جرګې لپاره خپل استازی غوره کړای شی.

همدغه راز په حقوقی برخه کښې هم د بریتانوی استعمار د مهال د پاته پخوانی حقوقی نظام پر ځای به نوی قوانین او مقررات روستل شی.