پاکستانی پوځ په خیبرپښتونخوا کښې څلور ترهګر ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42062-پاکستانی_پوځ_په_خیبرپښتونخوا_کښې_څلور_ترهګر_ووژل
د پاکستان پوځی ځواکونو پرون په خیبر پښتونخوا صوبه کښې په یولړ عملیاتو کښې څلور ترهګر ووژل، دوو پوځی افسرانو هم سرونه بایلل.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Mar 03, 2017 02:15 Asia/Kabul
  • پاکستانی پوځ په خیبرپښتونخوا کښې څلور ترهګر ووژل

د پاکستان پوځی ځواکونو پرون په خیبر پښتونخوا صوبه کښې په یولړ عملیاتو کښې څلور ترهګر ووژل، دوو پوځی افسرانو هم سرونه بایلل.

د سما ټی وی ویب سایټ لیکلی چې د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په یادو عملیاتو کښې چې د خیبر پښتونخوا صوبې په بنو سیمه کښې ترسره شول د پاکستان د پوځ دوه افسران هم وژل شوی او بل پوځی زخمی شوی دی.

د پاکستان امنیتی ځواکونو همداشان په کِچ او اندور سیمو کښې دوه ترهګر ژوندی نیولی دی.

پاکستانی ځواکونو له ترهګرو څخه یوه اندزه وسله او جنګی سازوسامان هم نیولی دی.

له بلې خوا د داعش ترهګرې ډلې خلاف د پاکستان د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې په پیښور کښې د دغې ترهګرې ډلې څلور غړی ونیوی شول.

وړمه شپه د پاکستان امنیتی ځواکونو پیښور ښار ته څیرمه په حسن ګړۍ سیمه کښې د داعش ترهګرې ډلې په دیرو حمله وکړه او د دغې ډلې څلور ترهګر یې ونیول.