هندوستان، پاکستان په افغانستان کښې د کیمیاوی وسلو په کارولو تورن کړ
د هندوستان دفاع وزیر مدعی شو چې پاکستان د افغانستان خلاف کیمیاوی وسلې کارولې دی.
د هندوستان دفاع وزیر منوهر پاریکار پرون په یولړ څرګندونو کښې وویل: پاکستان د افغانستان په سرحدی سیمو کښې له کیمیاوی وسلو کار اخیستی دی.
د هند د دفاع وزیر په وینا، د افغانستان ځایی رسنیو داسې تصویرونه خپاره کړی دی چې د افغان ښاریزو په بدونونو باندې د کیمیاوی وسلو له امله د راختلو دانو ښودنه کوی.
د هندوستان د ځمکنی پوځ قومندان جنرال بیپین راوت هم د افغانستان خلاف د پاکستان د کیمیاوی وسلو د کارول کیدو احتمال ورکړی دی.
د ویلو ده چې د پاکستان پوځ ته د دغه هیواد د وزیراعظم لخوا له ترهګرو سره د سختې مبارزې له حکم وروسته د پاکستان پوځ د دغه هیواد په ختیځ کښې له افغانستان سره ګډې سرحدی سیمې په درنو وسلو سره په نښه کړې دی چې د کابل سخت غبرګون یې راپارولی دی.