هندوستان، پاکستان په افغانستان کښې د کیمیاوی وسلو په کارولو تورن کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42076-هندوستان_پاکستان_په_افغانستان_کښې_د_کیمیاوی_وسلو_په_کارولو_تورن_کړ
د هندوستان دفاع وزیر مدعی شو چې پاکستان د افغانستان خلاف کیمیاوی وسلې کارولې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2017 04:23 Asia/Kabul
  • هندوستان، پاکستان په افغانستان کښې د کیمیاوی وسلو په کارولو تورن کړ

د هندوستان دفاع وزیر مدعی شو چې پاکستان د افغانستان خلاف کیمیاوی وسلې کارولې دی.

د هندوستان دفاع وزیر منوهر پاریکار پرون په یولړ څرګندونو کښې وویل: پاکستان د افغانستان په سرحدی سیمو کښې له کیمیاوی وسلو کار اخیستی دی.

د هند د دفاع وزیر په وینا، د افغانستان ځایی رسنیو داسې تصویرونه خپاره کړی دی چې د افغان ښاریزو په بدونونو باندې د کیمیاوی وسلو له امله د راختلو دانو ښودنه کوی.

د هندوستان د ځمکنی پوځ قومندان جنرال بیپین راوت هم د افغانستان خلاف د پاکستان د کیمیاوی وسلو د کارول کیدو احتمال ورکړی دی.

د ویلو ده چې د پاکستان پوځ ته د دغه هیواد د وزیراعظم لخوا له ترهګرو سره د سختې مبارزې له حکم وروسته د پاکستان پوځ د دغه هیواد په ختیځ کښې له افغانستان سره ګډې سرحدی سیمې په درنو وسلو سره په نښه کړې دی چې د کابل سخت غبرګون یې راپارولی دی.