د پاکستان په قبایلی سیمو کې د اصلاحاتو د طرحې تصویب
د پاکستان فیډرل دولت د دغه هیواد د قبایلی سیمو یا فاټا لپاره د پراختیا او ورته د توجه لپاره د قبایلی سیمو د اصلاحاتو د کمیتې وړاندیزونه تصویب کړل.
د پاکستان فیډرل دولت د دغه هیواد د قبایلی سیمو یا فاټا لپاره د پراختیا او ورته د توجه لپاره د قبایلی سیمو د اصلاحاتو د کمیتې وړاندیزونه تصویب کړل.
د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د شاته پاتې سیمو په ترقۍ او د دغه سیمو د خلکو د ژوند د سټینډرډونو د ښه کولو د تمرکز په ضرورت ټینګاروکړ: د پاکستان په سیاسی امنیتی او اقتصادی جوړښتونو کې د قبایلی سیمو په یو ځای کولو سره به د فاټا د خلکو د محرومیت احساس ختم شی. ټاکل شوې د فاټا د اصلاحاتو د کمیشن وړاندیزونه په پینځه کلن پلان کې اجرا شی. او د دغه سیمو خلک وتوانیږی په سیاسی برخه کې خپل استازی د دوه زره اتلسم کال په انتخاباتو کې د کی پی کی صوبې په صوبایی انتخاباتو کې خپل استازی انتخاب کړی. همداراز په حقوقی برخه کې هم نوې قوانین او اصول به د استعمار له وخته د پاتې قوانینو منجمله ایف سی ار ځای ونیسی. د پاکستان شمالی او جنوبی قبایلی سیمې په دې وجه چې د صوبایی دولت تر واکمنۍ لاندې نه وو او په قبایلی ډول اداره کیدل د پآکستان له بې وسله او شاته پاتې سیمو ګڼل کیدې، د پاکستان پّ قبایلی سیمو کې د ترهه ګرو ډلو شتون او د ترهه ګرو په آډو د دغه سیمو بدلیدا پّ قبایلی سیمو کې د عملیاتو لباره پر پاکستان د فشارونو سبب شو ، قبایلی سیمو ته د پاکستان د پوځ د ورتګ اندیښمنوونکو پایلو ته په پام سره د پاکستان پوځ اول د قبایلو له مشرانو سره د خبرواترو له لارې دغه سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولی خو د امریکا دا ګواښ چې خپل پوځیان به قبایلی سیمو ته داخل کړی د پاکستان پوځ اړایسته چې په قبایلی سیمو کې عملیات وکړی چې په همدې لړ کې د ضرب عضب عملیات وشول. او د پاکستان پوځ د قبایلی مشرانو په مرسته په دغه سیمو کې ځای پر ځای شو او پخې اډې یې جوړې کړې. د له امنیتی تسلطه وروسته پاکستان فیډرل دولت په نظر کې لری د لازمې بودجې په بیلولو سره په قبایلی سیمو کې د اقتصادی ترقۍ او د روزګار د پیدا کولو په ترڅ کې د فقر او بې وزلۍ په وجه له ترهه ګرو ډلو سره د ځوانانو د یو ځای کیدو مخه ونیسی. دې ته په پام سره چې قبایلی سیمو هیڅکله د مرکزی دولت ولکه نه ده منلې د پاکستان واکمن نواز شریف مسلم لیګ ګوند د دغه سیمو د اصلاحاتو دکمیتې په جوړولو سره هڅه وکړوه وښی چې فیډرل دولت ددغه سیمو د خلکو اقتصادی او د ژوند حالاتو او هوساینې ته پام کوی. چې له دې لارې وکولی شی په قبایلی سیمو د مرکزی دولت واکمنی ټینګه کړی. .د پاکستان دولت له ترهه ګرو او افراطی ډلو سره د قبایلی ځوانانو د یو ځای کیدو یو لوی سبب فقر او بیکاری اعلان کړې ده . که په دغو سیمو کې دخلکو روغتیایی تعلیمی اقتصادی او دعمومی هوساینې حالت ښه شی نه یوازې ترهه ګرې او افراطی ډلې به د ځان لپاره د کسانو د استخدامولو فرصت ونه لری بلکې قبایلی سیمې کولی شی په کرهڼیزو او حتی صنعتی کارونو سره د پاکستان ملی تولید زیات او د دغه سیمو په باب نړیوال حساسیتونه کم کړی. خو دا چې خبره چې د پاکستان حکومت په راتلونکو پینځو کلونو کې په قبایلی سیمو کې د اصلاحاتو د کمیتې وړاندیزونه او طرحې په پوره توګه اجرا کړی د شک او غور خبره ده . ځکه چې په قبایلی سیمو کې د هر ډول اقتصادی او ټولنیزو طرحو اجرا د کورنۍ او بهرنۍ پانګې جذبولو ته اړتیا لری چې دا کار په پایداره امنیت سره امکان لری. پر دې سربیره د نواز شریف دولت او صوبایی دولتونه هم باید د هغې په اجرا هوډمن وی او د اصلاحاتو طرحې باید ریکاډروم او ټوکریو ته ونه غورځول شی. د پاکستان لومړی وزیر له دې مخکې د پاکستان د قبایلی او نورو شاته پاتې سیمو لکه بلوچستان د ترقۍ او پرمختګ وعده ورکړې وه خو دغه خبره یې پوره نه کړه . پر دې اساس د قبایلی سیمو خلک چې د ځوانانو لپاره د روزګار د پیدا کیدو او د ترقۍ د هر ډول طرحې هرکلی کوی ، ددغه سیمو د پراختیایی طرحې داجرا لپاره د فیډرل دولت مصوبه د نواز شریف او د مسلم لیګ ګوند لپاره یوه لوی امتحان ګڼی.