هندوستان د اباسین د اوبو په هکله په غونډه کې ګډون کوی
هندوستان د نړیوال بانک له مینځګړیتوبه وروسته د اباسین یا اینډس ریور د دایمی کمیټې په غوڼډه کې له ګډون سره چې ټاکل شوې روانه میاشته په لاهور کې ترسره شی موافقه وکړه.
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې په دغه غونډه کې د ګډون لپاره دهند موافقه نن په نوی ډیلی کې دهند د اقتصاد له وزیر ارون جیټلی سره د نړیوال بانک د اجرایی مشرۍ کریستالینا جورجیوا له کتنې وروسته اعلان کړه .
د نړیوال بانک اجرایی مشرې تیره اونۍ د انډس ریور د دایمی کمیټې د غوڼدې د جوړیدو د سریزو د برابرولو لپاره پاکستان ته سفر کړی و .
هند د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر په اوړی کې له حملې وروسته چې د دغه هیواد یو شمیر عسکر پکې وژل شوې وو په پاکستان د فشار د راوستلو لپاره د دغه غونډې بایکاټ کړی و.
د اباسین معاهدې دایمی کمیټه چې د اباسین د اوبو د ویش په سره د پاکستان او هند اختلافاتو د هواری لپاره جوړه شوې تر اوسیه ۱۱۲ غونډې کړې دی.