هندوستان د اباسین د اوبو په هکله په غونډه کې ګډون کوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i42112-هندوستان_د_اباسین_د_اوبو_په_هکله_په_غونډه_کې_ګډون_کوی
هندوستان د نړیوال بانک له مینځګړیتوبه وروسته د اباسین  یا اینډس ریور د دایمی کمیټې په غوڼډه کې  له ګډون سره چې ټاکل شوې روانه میاشته په لاهور کې ترسره شی موافقه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2017 18:05 Asia/Kabul
  • هندوستان د اباسین د اوبو  په هکله په غونډه کې ګډون کوی

هندوستان د نړیوال بانک له مینځګړیتوبه وروسته د اباسین  یا اینډس ریور د دایمی کمیټې په غوڼډه کې  له ګډون سره چې ټاکل شوې روانه میاشته په لاهور کې ترسره شی موافقه وکړه.

 

د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې په دغه غونډه کې د ګډون لپاره دهند موافقه نن  په نوی ډیلی کې دهند د اقتصاد له وزیر ارون جیټلی سره د نړیوال بانک د اجرایی مشرۍ کریستالینا جورجیوا له کتنې وروسته اعلان کړه .

د نړیوال بانک اجرایی مشرې  تیره اونۍ د انډس ریور د دایمی کمیټې د غوڼدې د جوړیدو د سریزو د برابرولو لپاره  پاکستان ته سفر کړی و .

هند  د دغه هیواد تر کنټرول لاندې کشمیر په اوړی کې له حملې وروسته  چې د دغه هیواد یو شمیر عسکر پکې وژل شوې وو په پاکستان د فشار د راوستلو لپاره د دغه غونډې بایکاټ کړی و.

 د اباسین معاهدې دایمی کمیټه  چې د اباسین د اوبو د ویش په سره د پاکستان او هند اختلافاتو د هواری لپاره جوړه شوې تر اوسیه ۱۱۲ غونډې کړې  دی.