دپاکستان دسیاسی ګوندونو کانفرنس کیږی .
-
دکانفرنس کوربه توب به دپاکستان پخوانی و لسمشر اصف علي زرداري او دهغه زوی بلاول بوټو زرداري وکړي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان دپوځی محکمو (Military Courts)د وخت دتمدیدا په اړه دسیاسی ګوندونو ترمینځ د اتحاد د راوستلو لپاره د پیپلز ګوند تر مشرۍ لاندې دټولو سیاسی ګوندونو کانفرنس نن کیږی .
په دغه کانفرنس کښې به دپاکستان په پیپلز ګوند سربیره دمسلم لیګ نوازشریف څانګه او د تحریک انصاف او نور سیاسی ګوندونه ګډون وکړی .
دغه کانفرنس به نن د پاکستان په وخت دورځې یولس بجې په اسلام اباد کښې په زرداری هاوس کښې ترسره شی .
دکانفرنس کوربه توب به دپاکستان پخوانی و لسمشر اصف علی زرداری او دهغه زوی بلاول بوټو زرداری وکړی .
په دغه کانفرنس کښې د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ، دعوامی نیشنل پارټۍ مشر اسفند یار ولی ، دمسلم لیګ دق څانګې مشر چوهدری شجاعت حسین ، د بی این پی عوامی ګوند مشر اسرار الله ظهری ، دجمهوری وطن ګوند مشر افتاب شیرپاو او دغه راز دعوامی تحریک ، مجلس وحدت مسلمین او د متحده قومی موومنټ مشران هم ګډون کوی .
ویل کیږی چې د پوځی محکمو د وخت دتمدیدا په باره کښې دپاکستان ټول سیاسی ګوندونه سره موافق دی خو هڅه به وشی چې له لومړی وزیر نوازشریف څخه دغه تضمین واخیستل شی چې د پوځی محکمو د مودې له ختمیدا مخکې په محکموکښې پاخه اصلاحات ترسره شی چې دوباره دپوځی محکمو ضرورت پیدا نشی .