ایا پاکستان د امریکا په شنې اشارې سره حرکت کوی ؟
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو ویندوی کلیفلنډ په بروکسل کې له موجودو خبریالانو سره په ټیلی فونی خبرو کې په کابل کې د تیرې اونۍ د شورو ورځې د ترهه ګرو حملو په هکله وویل دغه حملې د منلو ندی او د پلټنو په تمه دی او له تحقیقاتو وروسته به د دغو حملو د جزیاتو ځواب ورکړی . هغه زیاته کړه په دغو حملو کې ډیرو ملکیاتو ته تلفات اوښتی دی .
په کابل کې دتیرې اونۍ د شورو ورځې په حملو کې چی د پولیسو د یوې حوزې او ملی امنیت د یوه مرکز پر ضد وشوې ، ۲۲ کسان کړه او ۱۰۷ هم ژوبل شوی دی . د ویلو ده چی امریکا له افغان عسکرو سره د مرستې په پلمه بیا هم ټاکل شوی ده چی افغانستان ته نور عسکر ولیږی .
دا چی طالبانو د سږ کال په ژمی کې افغان دولت او عسکرو ته درنده ګوزارونه ورکړی دی او د سپرلی په پیلیدا سره به وضعیت څرنګه وی ، تهران راډیو د افغانستان د سیاسی مسلو د کارپیژاندی او تکړه لیکوال ښاغلی نجیب منلی نظر د ټیلی فون په لیکه وپوښته چی هغه په ځواب کې وویل د کابل وروستۍ ترهه ګرې حملې په پاکستان کې له وروستیو ترهه ګرو حملو وروسته ډیرې ژر وشوې ، ښاغلی منلی ادعا وکړه چی دا د پاکستان د ای ایس ای کار وو ځکه چی ای ایس ای ویلی وو چی د پاکستان د وروستیو حملو غچ به ډیر ژر واخلی . د هغه په وینا په همدې خاطر په کابل کې د ملکیانو پرضد دا ترخه پیښه رامینځته شوه چی ۱۳۰ کسان پکې مړه او ژوبل شول او طالبانو هم له معمول سره سم د هر هغه جنایت چی ای ایس ای یې کوی ، پرغاړه واخیسته . ښاغلی منلی همداراز د طالبانو د ژمی د حملو سختوالی ته په اشارې سره جوته کړه داسې ښکاری چی د سپرلی په پیلیدا سره به جنګ نورهم سخت شی چی له بده مرغه قربانی به یې بیا هم د افغانستان مظلوم او بیچاره اولس وی .
ښاغلی نجیب منلی د دې پوښتنې په ځواب کې چی که په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه دومره ښکاره او جوته ده نو ولې بهرنی عسکر په تیره بیا امریکا چی له افغانستان سره یې امنیتی تړون هم لاسلیک کړې دی ، د پاکستان په وړاندې غبرګون نه ښئ ، وویل که څه هم د امنیتی تړون په اساس افغان دولت د پاکستان د لاس وهنو د بندولو لپاره له امریکایی عسکرو مرسته نده غوښتی ، خو پاکستان په وړاندې د امریکا نرمښت دغه هیواد ته دا اجازه ورکړی ده چی په افغانستان کې خپل جنګی سیاستونو ته دوام ورکړی .
په افغانستان کې واکمنو دغړو شرایطو او د ښاغلی نجیب منلی څرګندونو ته په اشارې سره داسې ښکاری چی ۲۰۱۷ میلادی کال به د تیرو کلونو په نسبت ډیر خونړې وی په تیره بیا دا چی پاکستان دا کال ډیر برخلیک ټاکونکې بولی او نیت لری چی په خپلو قبایلی سیمو کې یو ډول اقدامات او اصلاحات ترسره کړی . لکه څرنګه چی د پاکستان مرکزی دولت د خپلې وروستۍ فیصلې په اساس له افغانستان سره په سرحدی سیمو کې خپلو قبایلی سیمو لپاره یو شمیر اصلاحات اعلان کړی دی چی پکې په راتلونکیو ۵ کلونو کې به قبایلی سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې شی .په قبایلی سیمو کې به قضایی سیسټم پلې او د انګریزانو د وخت قوانین به نور ختم شی . که څه هم په دغو سیمو کې د مدنیت ځای پر ځای کیدا او د ښاریزو د حقوقو د استحصال ختمیدل پرمختګ په لور ښه ګام دې خو په دې شرط چی له سیاسی ، کلتوری ، اقتصادی او له ټولو مهم امنیتی نظره بشپړه حقوق قبایلی خلکو ته ورکړل شی او یوازې د قبایلی سیمو د نیولو او خلکو د ازادیانو د ختمولو لپاره نه وی . که مقرره شی چی له یوې خوا له قبایلی خلکو د خپلې خاورې او ناموس په دفاع کې د عمل ازادۍ واخیستل شی او له بل پلوه تکفیری او ترهه ګرې ډلې هماغه راز د خلکو وژلې ته دوام ورکړی ، ، په تیره بیا دا چی داعشیان له سوریې پاکستان په تیره بیا قبایلی سیمو ته په ورستیندو دی ، له خپلې خاورې او نوامیسو په دفاع کې به د قبایلو د ازادۍ ختمول په دې معنا وی چی خلک لاس تړلی د داعش جنایتکارانو ته ډالۍ کړی ، په داسې حال کې چی د پاکستان امنیتی عسکر حتی په کراچۍ ، لاهور او اسلام اباد کې هم ندی توانیدلی د خپلو خلکو له سر او مال دفاع وکړې شی .
د یادولو ده چی قبایلی سیمو ته د پوځ ورتګ د پاکستان د بنسټ ګر قایداعظم محمد علی جناح رح او قبایلو ترمینځ د شوی تړون په اساس منعه وو ، خو په تیرو ۱۶ کلونو کې د یوې سټراټیجۍ پر اساس قبایلی سیمې د ترهه ګرو په امن ځای بدلې شوې او پوځ د ترهه ګرو د ځپلو په پلمه قبایلی سیمو ته ورداخل شو ، خو د کارپیژاندو په وینا دا لوبه به له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلی سیمو په یو ځای کیدا سره ختمه نشی . په افغانستان کې د سټراټیجیکی ژورتیا ساتل ، افغانستان لخواد ډیورنډ کرښې په رسمیت نه پیژندل او همداراز په افغانستان کې د هند نفوذ هغه مسلې دی چی پاکستان ترې په اسانۍ سره نه تیریږی . په دې اساس له ترهه ګرۍ به بیا هم د اوزار په توګه استفاده وشی چی د ښاغلی نجیب منلی په وینا دغه ټول سیاستونه د امریکا په شنې اشارې سره اعمالیږی .
عاشق حسین طوری