د پاکستان پولیسو د یو وکیل د وژل کیدو خبر ورکړ
Mar 04, 2017 18:31 Asia/Kabul
د پاکستان پیښور ته نزدې یو وکیل ترهګرو وژلی دی.
د ایسوشیئیټډ پریس د خبر له مخې د پاکستان د پولیسو یو افسر خالد خان وویل: نن د خیبرپښتونخوا صوبې مرکز پیښور ښار ته څیرمه په شبقدر بازار کښې په موټر سایکل سپرو دوو وسله والو، په موټر کښې روان محمد جان ګیګیاڼی باندې ډزې وکړې او هغه یې ووژه.
ګیګیاڼی په قومی وطن نومې سیکولر ګوند پورې اړوند یو ستر وکیل و.
جماعت الاحرار ترهګرې ډلې د دې برید او وژلې پړه منلې ده.