پاکستان په لس هاو هندی کب نیونکی ونیول
Mar 06, 2017 02:12 Asia/Kabul
پاکستان بیا هم ګڼ هندی کب نیونکی او د هغوی ۱۴ کشتۍ نیولې دی.
رویټرز لیکلی چې د پاکستان سمندری ځواک پرون هغه ۸۵ هندی کب نیونکی ونیول چې د پاکستان ساحلی اوبو ته په ننوتو تورن شوی او د هغوی ۱۴ کشتۍ یې هم توقیف کړې.
هر کال د هند او همداشان د پاکستان ګڼ شمیر کب نیونکی د یو بل سمندری حدودو ته د غیرقانونی تګ په وجه نیول کیږی.
هند او پاکستان معلوم او ټاکلی سمندری حدود نه لری او په دې وجه هر لوری، پر مقابلې خوا باندې د دباو اچولو لپاره هغه کب نیونکی نیسی چې معمولاً د شپې لخوا د یو او بل ساحلی اوبو ته رسیږی. البته هند او پاکستان له دې لارې خپلو سمندری حدودو ته د مقابل لوری د جاسوسانو د ننوتو احتمال هم نه ردوی.