دپاکستان پینځه پوځیان په یوې حملې کښې وژل شوی .
-
دپاکستان امنیتي ځواکونو په پیښور کښې ۲۲ ، په ساهیوال کښې څلور(۴) او په کراچۍ کښې درې (۳)ترهګر هم نیولي دي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکودفتر ایی ایس پی ار وویل بیګا د افغانستان او دپاکستان په سرحد کښې دمهنمد قبایلی سیمې په دریو سرحدی پوستو دترهګرو په یوې حملې کښې دپوځ پینځه(۵) عسکر ووژل شول او دغه راز لس (۱۰)شکمن وسله وال هم هلاک شول .
دپاکستان وژل شوی عسکر نایک ثناالله ، نایک صفدر ، سپاهی الطاف ، سپاهی نیک محمد او سپاهی انور نومیږی .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا په مهمند قبایلی سیمه کښې د ترهګرو حملې ته د حکومتی عسکرو دسخت غبرګون ستاینه وکړه او ویې ویل ترهګر یو ګډ ګواښ دی او هغوې ته بایدپه سرحدی سیمو کښې د خوځښت اجازه ورنکړل شی .
هغه دسرحد په اغیزشیندونکی ډول د امنیت لپاره دافغانستان دسرحد دننه د فیزیکی شتون پرضرورت ټینګار وکړ .
دپاکستان په مهمند قبایلی سیمه کښې دترهګرو حمله په داسې حال کښې شوی ده چې د افغانستان او دپاکستان ترمینځ دوه اړخیزه اړیکې له مخکې څخه خړې پړې دی او دواړه هیوادونویوبل له ترهګرو په ملاتړ تورنوی .
دغه راز دپاکستان امنیتی ځواکونو په پیښور کښې ۲۲ ، په ساهیوال کښې څلور(۴) او په کراچۍ کښې درې (۳)ترهګر هم نیولی دی