دپاکستان د زیارتوالو امنیت باید تامین شی .
-
په پاکستان کښې په لسګونو وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې فعالیتونه ، ترهګرې حملې او بم چاودنې کوي او نیول کیږي نه .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشرعلامه راجه ناصر عباس جعفری وویل حکومت باید دهغو زیارتوالو چې ایران او عراق ته سفرونه کوی امنیت تامین کړی .
هغه وویل هر کال په لسګونو زره پاکستانیان د زیارتونو لپاره ایران او عراق ته ورځی او هغوې دایران اسلامی جمهوریت خاورې ته له رسیدا مخکې له کویټه تر تفتان پورې لاره کښې دترهګرو ډلو له خطر سره مخامخ کیږی .
هغه دپاکستان له حکومته وغوښتل چې دکویټه او تفتان ترمینځ لاره کښې د زیارتوالو امنیت تامین کړی چې ترهګرې ډلې ورباندې حملې ونکړی او هغه ټروریسټان چې د زیاراتولو لپاره مشکل رامینځته کوی او ورباندې حملې کوی باید سزا شی .
په تیرو څو کلونو کښې ترهګرو ډلو د پاکستان دبلوچستان صوبې دکویټه او تفتان ترمینځ په ځینو سیمو کښې په حسینی زیارالو حملې او بم چاودنې کړی دی چې له کبله یې تراوسه په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوی دی .
په پاکستان کښې په لسګونو وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې فعالیتونه ، ترهګرې حملې او بم چاودنې کوی او نیول کیږی نه .