په پاکستان کښې لس ترهګر ووژل شول
د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په صوابۍ سیمه کښې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې لس ترهګر ووژل شول.
د پاکستانی سرچینو د خبر له مخې د دغه هیواد په صوابۍ کښې د استخباراتی معلوماتو په اساس بیګا د امنیتی ځواکونو په شویو عملیاتو کښې لس ترهګر هلاک شوی دی. درې ترهګره د شپې په تیاره کښې په تیښته بریالی شول.
خبر زیاتوی چې په پآکستان کښې د ترهګرو د ختمولو لپاره د دغه هیواد د پوځ (رد الفساد) نومی عملیات لا ګړندی شوی او د هیواد په ګوټ ګوټ کښې ترهګر په نښه کیږی. په دې لړ کښې تیره شپه امنیتی ځواکونو د خیبر پښتونخوا صوبې په صوابۍ سیمه کښې باجه بائی پاس ته څیرمه د ترهګرو د شتون د اطلاع له ترلاسه کولو سمدستی وروسته د ترهګرو په پټن ځی چاپه ووهله چې په ځواب کښې هلته موجودو ترهګرو پر امنیتی ځواکونو ډزې وکړې. البته امنیتی ځواکونو په دغه نښته کښې لس ترهګر ووژل خو درې ترهګر په تیښته بریالی شول.
د پاکستان امنیتی ځواکونو دا عملیات پرون د نیول شویو څلورو ترهګرو د ورکړو معلوماتو په بنیاد کړی دی.