د پاکستان ملی جرګې د کابل د حملې د قربانیانو فاتحه واخیسته
د پاکستان ملی جرګې (اسمبلۍ) نن /پنجشنبه/ د کابل د پرونۍ تروریستی حملې د قربانیانو ارواوو ته دعاوې وکړې.
د پاکستان اسوشیتید پریس خبری اژانس وایی، د پاکستان د ملی جرګې د رییس په غوښتنه مولانا قمر الدین فاتحه ولوسته.
ده د شهیدانو ارواوو ته د دعا ترڅنګ پر سردار محمد داوود خان روغتون د حملې په ترڅ کې د ټپی شویو کسانو د ژر تر ژره رغیدو هیله وکړه.
تر دې وړاندې د پاکستان ملی جرګې په افغانستان کې د زرګونو نورو تروریستی حملو د قربانیانو لپاره دعا نه وه کړې.
په سردار محمد داوودخان روغتون کې د داعش وسله والې تروریستی ډلې په پرونی برید کې د شهیدانو شمبر ۴۹ تنو ته ورسبد.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویندوی قمرالدین صدیقی نن /پنجشنبه/ د حملې په نتیجه کې د ۴۹ تنو شهادت او د ۷۶ نورو ټپی کبدا تایید کړه.
پرون د افغانستان دفاع او روغتیا وزارتونو د شهیدانو شمبر ۳۰ تنه اعلان کړی و.
دا تروریستی برید د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ترڅنګ ملګروملتو او درستې نړیوالې ټولنې غندلی او هغه یې یو وحشیانه جنایت بللی دی.
پاکستان وایی، په ۲ ورځو کې ۵۱ زره افغانان خپل هیواد ته ګرځېدلی
پاکستانی چارواکی وایی، په تیرو دوو ورځو کې له پاکستانه ۵۱ زره افغانان او له افغانستانه ۴۹۰۰ پاکستانیان خپلو هیوادونو ته بیرته تللی دی.
خو په سپین بولدک او تورخم کې افغان سرحدی چارواکی وایی چې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو شاوخوا ۳۲ زره افغانان خپل هیواد ته راغلی دی.
سره له دې چې لا هم په چمن او د تورخم په پوری خوا کې په زرګونو افغانان منتظر دی چې خپل هیواد ته راشی د پاکستان فدرالی پولیسو نن دواړه لارې تر نامعلومې مودې پوری بندې کړې.
له پاکستانه راستانه شوی افغانان وایی چې پاکستانی پولیسو او سرحدی ځواکونو ورڅخه پیسې او هر راز وسایل اخیستل او دوی یې تش لاس پرېښودل چې خپلې خاورې ته راواوړی.
پاکستان په دغو دوو ورځو کې یوازې هغو افغانانو ته د بیرته تلو اجازه ورکوله چې پاسپورټ او وېزه یې لرله .