په پاکستان کې ترهه ګرۍ ولې نه ختیمیږی ؟
خورشیدشاه ، حسین حقانی خاین وباله خو په عین حال کې یې وویل چی باید د حسین حقانی خبرو ته ډیر پام ونشی . خو د پاکستان دفاع وزیر وایی چی دا مسله له ملی امنیت سره اړه لری او یوازې د حقانی په خاین بللو سره دا مسله نشی ختمیدلې او باید تحقیق وشی چی سید خورشید شاه په ځواب کې وویل پیپلز پارټۍ هم د کمیشن د جوړولو ملاتړ کوی خو باید په پاکستان کې له بیلا بیلو شخصیتونو سره د اسامه بن لادن د اړیکو په ارتباط هم باید پلټنې وشی .
د تهران دپښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د سی ای اې د جاسوسانو لپاره دویزا د صادرولو په اړه په امریکا کې د پاکستان د پخوانی سفیر حسین حقانی د مقالې په هکله د پلټنې لپاره د پارلیمانی کمیشن د جوړولو غوښتنه وکړه .خواجه اصف چی د پاکستان په ملی پارلیمان کې یې وینا کوله ، وویل چی حسین حقانی په خپله مقاله کې د اسامه بن لادن د هلاک کیدا په اړه ډیر څه لیکلی دی او د هیواد دوه مهم شخصیتونه یعنی د هغه وخت ولسمشر اصف علی زرداری او لومړې وزیر یوسف رضا ګیلانی یې په دغه پیښه کې تورن کړی دی . په داسې حال کې چی اپوزیشن مشر سید خورشیدشاه ، حسین حقانی خاین وباله خو په عین حال کې یې وویل چی باید د حسین حقانی خبرو ته ډیر پام ونشی . خو د پاکستان دفاع وزیر وایی چی دا مسله له ملی امنیت سره اړه لری او یوازې د حقانی په خاین بللو سره دا مسله نشی ختمیدلې او باید تحقیق وشی چی سید خورشید شاه په ځواب کې وویل پیپلز پارټۍ هم د کمیشن د جوړولو ملاتړ کوی خو باید په پاکستان کې له بیلا بیلو شخصیتونو سره د اسامه بن لادن د اړیکو په ارتباط هم باید پلټنې وشی .
په امریکا کې د پاکستان پخوانی سغیر حسین حقانی چی همدا اوس په امریکا کې ژوند کوی د خیپلې مقالې په ارتباط د بیلا بیلو غبرګونونو په هکله وویل دا شور ماشور د پاناما له دوسیې د عمومی افکارو د غړولو په خاطر کیږی چی د پاکستان د لومړی وزیر نواز شریف کورنۍ پکې ښکیله ده . هغه زیاته کړه هغه مطلبونه چی مخکې په رسندویو او کتابونو کې خپاره شوی دی ، د هغه په مقاله کې هم ورته اشاره شوی ده . حقانی په وینا هغه په خپله مقاله کې په پاکستان کې د سی ای اې د مامورانو د ویزا د صادرولو په اړه لیکلی دی ، خو دا یې ندی لیکلی چی په عمدی توګه سی ای اې ته په پاکستان کې د فعالیت اجازه ورکړل شوی وه . هغه خبردارې ورکړ هر څومره چی غر وکیندل شی په هماغه اندازه به ترې موږکان راووځی . په بله وینا داسې کار دې ونشی چی په پاکستان کې پردې شاته د قدرت اصلی لاسونه په ډاګه شی . د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له دې وروسته د حسین حقانی د مقالې په اړه د کمیشن د جوړولو غوښتنه وکړه چی نوموړی مقاله روانه اونۍپه واشنګټن پوسټ ورځیپاڼه کې خپره شوه چی پکې ادعا شوی ده د اوباما دولت له هغه (حسین حقانی )سره له اړیکو په استفادې سره وکولې شول اسامه بن لادن هلاک کړی .
حسین حقانی په خپله مقاله کې لیکلی دی چی په هغو دریو کلونو کې چی هغه په امریکا کې سفیر وو ، له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د امریکا او پاکستان ترمینځ نږدې ملګرتیا وشوه چی د دغې ملګرتیا په نتیجه کې امریکا د پاکستان په پوځ یا استخباراتو له اکتفا پرته اسامه هلاک کړې شو . هغه همداراز د سی ای اې د مامورانو لپاره د ویزا د صادرولو په اړه چی هغه وخت صادرې شوی وې ، هم لیکلی دی چی د هغو لپاره د ویزو صادرول د ترهه ګرۍ د ماتې او له مینځه وړلو لپاره وې . د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلانی له لوری هم دا پوښتنه مطرح کړی چی حسین حقانی چی څو کاله مخکې په همدې ارتباط ممنوع الخروج شوی وو ، ولې اجازه ورکړل شوه چی له هیواده ووځی چی دا هم د پوښتنې وړ خبره ده چی د یوه هیواد لومړې وزیر ندې خبر چی ولې داسې یو کس چی پرې اعتراض دې ، له هیواده وتلې دې . هغه همداراز د ایبټ اباد کمیشن د راپور د خپریدا چی په اسامه بن لادن د امریکا د حملې په اړه جوړ شوی وو ، غوښتنه کړی ده . دا چی په پاکستان کې هغو پیښو په ارتباط چی له ملی امنیت او ګټو سره اړه لری ، راپورونه نه خپریږی ، په دغه هیواد کې د سپیڅلی غوا مسله ده چی باید پرې اعتراض ونشی او په پاکستان کې سپیڅلی غوا هم جوته ده چی تل یې سیاسی دولتونه او سیاستوالان تر خپل کنټرول او حکم لاندې ساتلی دی .
بده نده چی په دې زمینه کې په امریکا کې د پاکستان د نوی سفیر چودری اعزاز تازه او تیرو څرګندونو ته اشاره وشی . هغه چی تازه په امریکا کې د پاکستان د سفیر په توګه ټاکل شوی دی په خپله لومړنۍ مرکه کې له ترهه ګرۍ سره د پاکستان په جنګ د امریکا د کانګرس د غړیو د شک په اړه وویل مهمه دا ده چی د امریکا د کانګرس غړی د پاکستان د اوسنیو حقایقو په اړه خبر شی ، چی له هغو شرایطو سره چی د دیکتاتورانو یعنی دضیالحق او مشرف له وخت سره ډیر توپیر لری . هغه زیاته کړه چی له امریکا سره د پاکستان د ملګرتیا په نتیجه کې القاعده وځپل شوه . ښاغلی چودری اعزاز همداراز څو میاشتې مخکې د پاکستان د خارجه وزارت د دوهم مقام په توګه یې فعالیت کاړه ، د پاکستان د سیاسی اوپوځی لوړ رتبه مقاماتو په ګډه غونډه کې په ډاګه ویلی وو چی لویدیځ هیوادونه له ترهه ګرو سره د جدی چلند د نه کولو په خاطر له پاکستانه ناراضی دی چی پوځی مقاماتو وویل ولې چلند نه کیږی او دولت باید چلند وکړی او هغو ونیسی چی د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف په ځواب کې وویل دولت هر وخت چی ترهه ګرو پرضد اقدام کړی دی ، پوځ یا استخباراتی ادارو د ترهه ګرو ملاتړ کړی دی .
په دې اساس اوس هم په دې خاطر چی د پاکستان د پوځ او استخباراتی ادارو لاسونه په ډاګه نشی ، د حسین حقانی د مقالې په اړه د تحقیقاتو خبره به هم کومه نتیجه ورنکړی . د یادولو ده حسین حقانی چی له ترهه ګرو د پوځ د ملاتړ سخت مخالف دې ، څو ځله امریکا یانو ته ویلی وو هغه مرستې چی امریکا له پاکستان سره کوی ، له هغو له ترهه ګرو ډلو سره هم مرستې کیږی .
په بلوچستان صوبه کې د پیپلز پارټۍ عمومی منشی بسم ا... خان کاکړ چی د تهران له پښتو راډیو سره یې ټیلی فونی خبرې کولې ، په دې باره کې وویل هغه مطلبونه چی حسین حقانی په خپلې مقالې کې لیکلی دی ، حقیقت لری چی مخکې یې په کتاب کې هم چاپ شوی دی . هغه زیاته کړه د هغو کسانو لپاره د ویزو صادرول چی ډیر حساسیت او اهمیت لری ، د پاکستان د پوځ او ای ایس ای له اجازې پرته امکان نلری . هغه جوته کړه چی د پاکستان بهرنې سیاست د سیاسی دولت له اختیاراتو بهر او د پوځ په کنټرول کې دې . په همدې اساس په پاکستان کې د ترهه ګرۍ سیاست تولید او پالل شوې چی نورو هیوادونو په تیره بیا افغانستان ته هم صادریږی .
عاشق حسین طوری