پاکستان له زمکې نه سمندر ته ویشتونکے توغندے په کامیابۍ سره وزمائلو
Mar 16, 2017 16:03 Asia/Kabul
د پاکستان سمندری ځواک د دغه هېواد په ختیځ کښې له زمکې نه سمندر ته د یو ویشتونکی توغندی د کامیابې ازمائنې خبر ورکړ.
د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان سمندری ځواک نن په یوې بیانیه کښې وویل، ازمائل شوے میزائل د نړۍ په ډېرو پرمختللیو ټېکنالوجیو سنبال دے او په ازمائشی ویشتنه کښې یې د نظر وړ هدف په ډېرې زېرتیا سره وویشتۀ.
د پاکستان سرکاری رېډیو هم د دغه میزائل له ازمائنې څخه د دغه هېواد مقصد د پاکستان د دفاعی قوت او د سمندری ځواک د عملیاتود توانمنیو مضبوطیه وبلله. په دغو اعلاناتو کښې د دغه توغندی له ویشتونکې فاصلې سره اړوندو تفصیلاتو او هم دې موضوع ته چې آیا دغه میزائل د اېټمی خویلو وړلو قابلیت لری یا نه څه اشاره نه ده شوې. پاکستان په نړۍ د اېټمی وسلو یو لرونکے او جوړوونکے هېواد دے.
ټیګونه