د پاکستان په پنجاب صوبه کښې اوۀ ترهه ګرو ووژل شول
Mar 18, 2017 13:18 Asia/Kabul
خبری سرچینو د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو او ترهه ګرو ترمېنځ د نښتو خبر ورکړ.
د سحر چېنل د رپوټ له مخې په یوه نښته کښې چې نن سهار په ډېره غازی خان ښار کښې رامنځته شوه دوه ترهه ګرو ووژل شول او یو په تېښته کښې کامیاب شو.
همدارنګ په همدغه ښار کښې پرون د پاکستان د امنیتی ځواکونو او ترهه ګرو ترمېنځ نښته کښې پینځه ترهه ګر ووژل شول او اوه نور ونیول شول.
په رپوټ کښې د وژل شویو او نیول شویو ترهه ګرو هویت ته څه اشاره نه ده شوې.
د لشکر جهنګوی او سپاه صحابه په شمول ترهه ګرې ډلې په پنجاب صوبه کښې شتون لری او تر اوسه یې د شیعه ؤ په شمول د دغه هېواد د سلګونو مسلمانانانو په قتل عام کښې لاس لرلے دے.
ټیګونه