د پاکستان د سېنېټ غړی په سعودی نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43268-د_پاکستان_د_سېنېټ_غړی_په_سعودی_نیوکه_وکړه
د پاکستان د سېنېټ غړی په یمن باندې د فوځی یرغل په خاطر په سعودی عربستان او د هغه په انډیوالانو نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2017 01:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان د سېنېټ غړی په سعودی نیوکه وکړه

د پاکستان د سېنېټ غړی په یمن باندې د فوځی یرغل په خاطر په سعودی عربستان او د هغه په انډیوالانو نیوکه وکړه.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان د سېنېټ غړی مولانا حافظ حمدا... صبور په یمن باندې د فوځی یرغل لپاره د سعودی ائتلاف په جوړېدو باندې په نیوکې سره وویل، دغه ائتلاف د امریکې د مقاصدو په چوکاټ کښې جوړ شوے دے.

هغه په هغه وېډیوکلیپ کښې چې په اجتماعی شبکو کښې خپور شوے دے زیاته کړه، سعودی او انډیوالان یې چې له مسلمانانو څخه د ملاتړ ادعا کوی د فلسطین، میانمار او کشمیر د مسلمانانو لپاره هیڅ مثبت اقدام نه دے کړے. په همدې حال کښې د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرل پروېز مشرف هم په یو وېډیو کلېپ کښې د یمن په خلاف سعودی ائتلاف یو فرقه ایز ائتلاف بللے دے. او د دغه ائتلاف د منفی پائېلو په اړه یې خبردارے ورکړے دے.

سعودی عرب  د امریکې، لویدیځو هېوادونو او د ریاض د عربو انډیوالو هېوادونو په ملاتړ سره د 2015 کال له مارچ څخه د یمن د مستعفی او فراری ولسمشر عبد ربه منصور هادی اقتدار ته د ستنولو په بهانه په یمن باندې د فوځی تیری او د دغه هېواد د زمکنۍ، سمندری او هوائی محاصرې اقدام کړے دے.

دغه فوځی تیری تر اوسه د یولسو زرو یمنیانو له وژل کېدو په لسګونو زرو زخمی کېدو، د میلینونو یمنیانو له مهاجرېدو او د دغه هېواد د مراکزو او ودانیو له ویجاړېدو نه بغېر څه نتیجه نه ده لرلې.