پاکستانی سفارتکار وویل: د افغانستان امنیت د پاکستان لپاره ضروری دے
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43274-پاکستانی_سفارتکار_وویل_د_افغانستان_امنیت_د_پاکستان_لپاره_ضروری_دے
په امریکه کښې د پاکستان سفیر د افغانستان امنیت د پاکستان د امنیت لپاره ضروری وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2017 04:06 Asia/Kabul
  • پاکستانی سفارتکار وویل: د افغانستان امنیت د پاکستان لپاره ضروری دے

په امریکه کښې د پاکستان سفیر د افغانستان امنیت د پاکستان د امنیت لپاره ضروری وبلۀ.

د سحر چېنل د رپوټ له مخې چودری اعزاز احمد وویل، پکار دی د پاکستان او افغانستان په ګډو پولو کښې ترهه ګر نابود کړې شی.

چودری اعزاز احمد زیاته کړه: د پاکستان او افغانستان د اختلافاتو هوارے یوازې د خبرو اترو او سیاسی لارو چارو په ذریعې سره ممکن دے.

د اسلام آباد او کابل ترمېنځ تاو تریخوالے تقریباً یوه میاشت مخکې د پاکستان  په سېند او پنجاب صوبو کښې د ترهه ګرۍ له هغو حملو وروسته زیات شو چې پکښې په سلګونو کسان مړۀ او ژوبل شول. 

پاکستان افغان حکومت د ګډو پولو د امنیت په نه ټینګولو تورنوی.