د افغانستان او پاکستان سرحدی لارې پرانیستل شوې
د پاکستانی او افغان رسندویو له راپور سره سم داپه څه باندې یوه میاشت کې لومړی ځل دی چې پاکستان نقلیه وسیلو او خلکو ته اجازه ورکوی چې په دې کرښه تګ راتګ وکړی.
په تورخم کې یوه پاکستانی مامور فیاض خان وویل چې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف امر د دوشنبې په ورځ ناوخته ورورسېد ځکه یې دا لاره نن سهار اووه بجې پرانیسته.
د لارې له پرانیستل کېدو سره سم د کانتینرونو او لارو دوه کیلومتره اوږد کتار، چې د تورخم دواړو خواوو ته تر یوې میاشتې زیات وخت ولاړ و، په حرکت راغی او هغه خلک هم چی قانونی اسناد ولری تګ راتګ کوی .
په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال وایی چې د لارو بندېدا نه د پاکستان او نه د افغانستان په ګټه وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د نړیوالو اړیکو مشر حافظی وویل، پاکستان فکر کاوه چې که لارې بندې کړی نو افغانستان به له سترو مشکلاتو سره مخامخ شی، خو افغانستان یې چندان اغېزمن نه کړ ځکه چې افغانستان د پخوا په شان پر پاکستان متکی نه دی.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وایی، د پاکستان له لوری د سپین بولدک او تورخم د لارو د بندېدو له کبله افغانستان په ځانګړی ډول افغان سوداګرو ۱۰۰ ملیون ډالره تاوان کړی دی.