په چارسده کې د سر شمیرنې په ټیم حمله شوه
Mar 21, 2017 12:51 Asia/Kabul
زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی چی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په چارسده کې د سر شمیرنې ټیم په خپل کار بوخت وو چی پرې حمله وشوه او یو پولیس پکې ژوبل شو خو پولیسو په ځوابی ډزو کې حمله کونکې ژوبل او ونیوه
دا حمله په هری چند سیمه کې شوی ده چی د مالاکنډ ایجنسۍ په خوا کې پراته ده . ویل کیږی چی ژوبل شوی حمله کونکې فخر عالم نومیږی چی اوس یې د پیښور په لیډی ریډنګ روغتون کې درملنه روانه ده .
چارواکو د ژوبل پولیس تاج محمد لپاره د زړورتیا د ښودلو په خاطر د پنځوس زره روپیو د انعام اعلان کړی دی .
ټیګونه