د پاکستان د جماعت اسلامی مشر وایی امریکا د مسلمانانو دښمنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43514-د_پاکستان_د_جماعت_اسلامی_مشر_وایی_امریکا_د_مسلمانانو_دښمنه_ده
زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د جماعت اسلامی مشر او سینټر سراج الحق په مکه کې وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپلو زور ویونکیو سیاستونو او له اسلامه ویرولو سره وښودله چی داسلامی هیوادونو او مسلمانانو دښمن دې او دغو هیوادونو په وړاندې یې دوه ګونې سیاست غوره کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2017 00:50 Asia/Kabul
  • د پاکستان د جماعت اسلامی مشر وایی امریکا د مسلمانانو دښمنه ده

زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د جماعت اسلامی مشر او سینټر سراج الحق په مکه کې وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپلو زور ویونکیو سیاستونو او له اسلامه ویرولو سره وښودله چی داسلامی هیوادونو او مسلمانانو دښمن دې او دغو هیوادونو په وړاندې یې دوه ګونې سیاست غوره کړی دی .

هغه زیاته کړه باید اسلامی نړۍ خپلې ستونزې اوارې کړی او اجازه ورنکړل شی چی امریکا او  لویدیځ هیوادونه  په دغه پلمه په اسلامی هیوادونو کې لاسوهنه وکړی ځکه چی د هغو نیت په مسلمانانو درز رامینځته کول دی او له اسلامی امت او هیوادونو سره دښمنی لری .

ده زیاته کړه د مسلمانانو د مشکلاتو د اواری لپاره د اسلامی هیوادونو اتحاد او حدت ضروری دې .

سراج الحق همداراز وویل سوریه ، عراق او افغانستان د لویدیځوالو د جنګ په اور کې ښکیل شوی او هغو هڅه کوی چی په سیمه کې ناامنیو ته لمن ووهی .