یو پاکستانی مفتی وویل پاکستانی ترهه ګر د امریکا ګوډاګیان دی
Mar 26, 2017 01:01 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکوی په کراچۍ کې د پاکستان د جمیعت علما ګوند مرستیال مفتی محمد عبد العلیم قادری وویل په پاکستان کې تکفیری ترهه ګر د دین او مذهب په نوم د امریکا په ګټو پسې دی او واشنګټن تل له هغو ملاتړ کوی .
هغه زیاته کړه ، طالبان او داعش امریکا په سیمه کې د خپلو ګټو لپاره جوړ کړی او د هغو مالی مرسته کوی .
د سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی او تحریک طالبان په شمول تکفیری او ترهه ګر ې ډلې د پاکستان په ناامنیو او د دغه هیواد د سلګونو بیګناه کسانو په وژلو کې مهم رول لری .
ټیګونه