پاکستان او ايران د افغانستان د سولې په کانفرنس کښې ګډون کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43706-پاکستان_او_ايران_د_افغانستان_د_سولې_په_کانفرنس_کښې_ګډون_کوي
د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند د روسيې په پائېتخت ماسکو کښې د افغانستان د سولې په کانفرنس کښې د پاکستان او ايران د ګډون کولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2017 18:33 Asia/Kabul
  • پاکستان او ايران د افغانستان د سولې په کانفرنس کښې ګډون کوي

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند د روسيې په پائېتخت ماسکو کښې د افغانستان د سولې په کانفرنس کښې د پاکستان او ايران د ګډون کولو خبر ورکړ.

د اېرنا خبري اژانس د رپوټ له م مخې نفيس زکريا وويل، د پاکستان او ايران او د سيمې د لسو نورو هېوادونو نمائندګان به د افغانستان د سولې په کانفرنس کښې چې ټاکلې شوې ده د اپرېل په څوارلسمه نېټه د ماسکو په کورباتوب جوړ شي ګډون وکړي.

نفيس زکريا زياته کړه، افغانستان، چين، هند او د مرکزي اېشيا يو شمېر نور هېوادونه به هم د افغانستان د سولې د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کښې شتون ولري.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند تاکيد وکړ، اسلام آباد ځان په افغانستان کښې د سولې او قرارۍ په رامنځته کولو ژمن بولي ځکه چې دغه سوله به د پاکستان په ګټه هم وي.