پاکستان په اسلام آباد کښې د هند شارزد آفېر احضار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44308-پاکستان_په_اسلام_آباد_کښې_د_هند_شارزد_آفېر_احضار_کړ
د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هند او پاکستان د فوځی ځواکونو ترمېنځ د ډزو له تبادلې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کښې د هند د سفارت شارزدآفېر جی پی سېنګ احضار کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2017 08:34 Asia/Kabul
  • پاکستان په اسلام آباد کښې د هند شارزد آفېر احضار کړ

د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هند او پاکستان د فوځی ځواکونو ترمېنځ د ډزو له تبادلې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کښې د هند د سفارت شارزدآفېر جی پی سېنګ احضار کړ.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هندی ځواکونو لخوا د پاکستان په عامه خلقو باندې په حمله باندې د خواښینۍ په څرګندولو سره د هند شارزدآفېر ته وویل، نوے ډیلے پکار دی د 2003 کال د ډزبندۍ په معاهده باندې ژمن اوسی.

د تېر ګل په ورځ  د کشمیر په کنټرول لائن کښې د هند او پاکستان د ځواکونو ترمېنځ د ډزو په تبادله کښې یو پاکستانے عامه کس ووژل شو او یو شمېر نور ژوبل شول.