د پاکستان د جمعیت علمای اسلام نړیوالې غونډې ته یوه کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44716-د_پاکستان_د_جمعیت_علمای_اسلام_نړیوالې_غونډې_ته_یوه_کتنه
د کعبې امام صالح بن محمد بن طالب د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل الرحمان څانګې د سل کلنو مراسمو په غونډه کښې چې د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې په نوښار ضلع کښې جوړه شوه د خصوصی مېلمه په توګه دغه هېواد ته لاړ ؤ او پرون یې د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره هم کتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 09, 2017 10:11 Asia/Kabul
  • د پاکستان د جمعیت علمای اسلام نړیوالې غونډې ته یوه کتنه

د کعبې امام صالح بن محمد بن طالب د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل الرحمان څانګې د سل کلنو مراسمو په غونډه کښې چې د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې په نوښار ضلع کښې جوړه شوه د خصوصی مېلمه په توګه دغه هېواد ته لاړ ؤ او پرون یې د پاکستان له وزیراعظم نواز شریف سره هم کتنه وکړه.

هغه له هغه تود هرکلی څخه چې په پاکستان کښې یې وشو مننه وکړه. په دغه کتنه کښې په دې ټکی بحث او تاکید وشو چې عالمان او پوهان د اسلام په خلاف له هغو تبلیغاتو سره چې په ټوله نړۍ کښې روان دی مقابله کولې شی. د پاکستان وزیراعظم نواز شریف تاکید وکړ چې په اوس حال کښې ټولې دنیا ته دا پېغام رسول ډېر ضروری دی چې اسلام د ورورولۍ، امن، صبر، زغم، احترام  او انسانیت دین دے. د کعبې امام هم د سعودی او پاکستان دواړو هېوادونو په لا زیات نزدې کېدو باندې تاکید وکړ. هغه هم له تندلاریتوب سره چې د اسلام په خلاف د پروپېګنډو سبب شوے دے په مبارزې باندې ټینګار وکړ.

باید وویل شی چې جمعیت علمای اسلام ګوند چې د هند له جمعیت علما څخه بیل شوے ؤ د پاکستان له جوړېدو مخکې په 1945 کال کښې جوړ شو او د هند جمعیت علمای ګوند هم په 1919 کال کښې جوړ شوے ؤ نو اوس دا پوښتنه مطرح ده چې مولانا فضل الرحمن د جمعیت علمای اسلام ګوند سل کلن مراسم د څه لپاره جوړ کړل. په داسې حال کښې چې همدا اوس دغه ګوند دوه اویا کلن شوے دے، حتی چې د هند جمعیت علما ګوند هم سل کلن شوے نه دے بلکه اته نوی کلن شوے دے.

 د دې چارې ځواب زمونږ رېډیو د پاکستان د عوامی نېشنل پارټۍ  (اے اېن پی) د مرکزی شورا له غړی او د دغه هېواد له مشهور قانون پوه څخه وپوښتۀ چې په ځواب کښې یې وویل، دغه غونډه چې وېناوالو پکې په ورورولۍ، وحدت، زغم او له تندلاریتوب او ترهه ګرۍ سره په مبارزه تاکید وکړ په حقیقت کښې سیاسی اهداف لری. هغه وویل چې ځینو ترهه ګر په ښو او بدو ترهه ګرو تقسیم کړل چې همدغه ټکے ښودنه کوی چې دغه غونډه به په پاکستان او سیمه کښې د افراطیت او تندلاریتوب د  لا زیاتېدو سبب شی.

لطیف آفریدی زیاته کړه چې مولانا فضل الرحمان په هغو ناروا پېسو سره چې له داخل او خارج څخه یې د دغې سترې نړیوالې غونډې د جوړولو لپاره خرچ کړې دی له یوې خوا کوشش کوی چې د 2018 کال په انتخاباتو کښې د خپل ګوند لپاره زیاتې رائې ترلاسه کړی او له بلې خوا د پاکستان په عامه افکارو کښې له سعودی سره د پاکستان د نزدې کېدو او د جنرل راحیل شریف  لخوا د سعودی په مشرۍ د فوځی ائتلاف  د قوماندانۍ د منلو زمینه برابره کړی.

لطیف آفریدی زیاته کړه چې د سعودی عرب فوځی اتحاد یوازې د هېوادونو په سطح کښې د سنی او شیعه مسلمانانو ترمېنځ د اختلاف او درز رامنځته کولو لپاره تشکیل شوے دے. هغه د پاکستان حکومت ته د خبرداری په ورکولو سره ویل: په دغه هېواد کښې له اویا میلینو زیاتو شیعه مسلمانانو شتون ته په پام سره د سعودی فوځی ائتلاف په  قوماندانۍ د جنرل راحیل شریف ګمارل او په دغه ائتلاف کښې د پاکستان ګډون د دغه هېواد په ګټه نه دے بلکه کېدې شی د کورنیو ناراضګیو او نښتو سبب شی.

د افغانستان مشهور لیکوال او شناندی نجیب منلی هم د مولانا فضل الرحمن لخوا چې له تندلاریتوب او ترهه ګرۍ سره په مبارزه یې تاکید کړے دے زمونږ رېډیو ته وویل: دا ښه شعار دے خو که دا وېنا صادقانه وی نو معنا یې دا ده چې هغه کسان چې په پاکستان کښې د ترهه ګرۍ د رامنځته کولو سبب شوی دی او له مذهبی مدرسو څخه ترهه ګرې ډلې به یې افغانستان ته د خرابکارۍ لپاره لېږلې نن پښېمانه شوی دی خو د نجیب منلی د وېنا له مخې له دې امله چې په دغه غونډه کښې هم د ښو او بدو ترهه ګرو موضوع مطرح شوه نو له دا ډول غونډوڅخه څه امید نه شوو لرلې او دا د ترهه ګرۍ د توجیهولو لپاره له چل ول نه زیات څه نه دی.