پاکستان د یمن په جنګ کې نه ورګډیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44908-پاکستان_د_یمن_په_جنګ_کې_نه_ورګډیږی
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل اسلام اباد د یمن په جنګ کې نه ورداخلیږی او د عربستان د ایتلاف په زمینه کې د اسلامی ایران ملاحظات په پام کې نیسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2017 00:40 Asia/Kabul
  • پاکستان د یمن په جنګ کې نه ورګډیږی

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل اسلام اباد د یمن په جنګ کې نه ورداخلیږی او د عربستان د ایتلاف په زمینه کې د اسلامی ایران ملاحظات په پام کې نیسی .

خواجه اصف د سنا د استازیو په ټول کې ټینګار وکړ هغه ملاحظات چی ایران د سعودی ایتلاف او د دغه ایتلاف  د قوماندان  په توګه د راحیل شریف د ټاکل کیدا په اړه کطرح کړی دی ، په نظر کې لری او هغه به ختم کړی . ده همداراز وویل پاکستان به هیڅکله د اسلامی هیوادونو په شمول په هیڅ هیواد د تیری لپاره اقدام ونکړی .

د پاکستان دفاع وزیر د سعودی عربستان د تش په نامه پوځی ایتلاف د هدفونو او پروګرامونو په اړه زیاته کړه چی حاضر دمه د دغه ایتلاف ایجنډا او هدفونه ندی تدوین شوی .

ده زیاته کړه د نوموړی ایتلاف د ۴۱ هیوادونو د دفاع وزیرانو غونډه به د روان کال په می میاشت کې په عربستان کې ترسره شی .